د امریکا د متحده ایالاتو د ( میزوري ) د مرکزي ایالت یو هوایي میدان د نامعلومي مودې د پاره تړل شوی او د هغه عمله او کارکونکي لګیا دي د هغو ودانیو نه چی د جمعې په ورځ د باد او باران سخت طوفان ووهلې، خاوري خځلي را ټولوي.
دغه طوفان د ( لامبرټ سینټ لوئیس ) د بین المللي هوایي میدان د یوه ټرمینل بام په هوا کړ او څو تنه یې زخمیان کړل.
دغه هوایي میدان په خپله ویب پاڼه کي یو پیغام خپور کړی او د مشتریانو نه یې غوښتي دي چي د خپلو مربوطو هوایي شرکتونو سره دی د خپلو پروازونو په باب رابطه وساتي.
ددې میاشتي په سر کي هم دغه راز د باد او باران سختو طوفانونو د متحده ایالاتو جنوبي او مرکزي سیمی ووهلې ، په لسګونو خلک یې ووژل او ډیري ودانۍ یې ورانی کړې.