د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړیده


امریکا د پاکستان سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړیده
امریکا د پاکستان سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړیده

د جمهور رئیس براک اوباما حکومت پرون د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې د راتلونکو پنځو کالونو پورې به د پاکستان سره دوه میلیارده ډالره پوځي مرستي وکړي تر څو د دغه ملک سره مرسته وشي چې پخپلې خاورې کې تندلارو ډلو ته ماتې ورکړي.

امریکا دغه ژمنه د پاکستان سره د دوه اړخیزه ستراتژیکو خبرو پر مهال کړیده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا سره ژمنه وکړه چې د هغه حکومت به پخپلې خاورې کې تروریستانو ته هیڅ ځای ورنکړي.

د پاکستان سره د پوځي مرستو دغه ژمنه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن اعلان کړه. د دې سربیره امریکا پاکستان ته د راتلونکو پنځو کالونو پورې 7.5 میلیارده ډالر په ملکي برخې کې د مرستې په خاطر ور کوي.

میرمن کلنټن چې د امریکا او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو خبرو په یوې غونډې کې یې وینا کوله، وې ویل چې امریکا په پاکستان باندې دا ډاډ لري چې د تروریستانو سره په جګړې کې به دغه هیواد پخپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.

" غواړم نن یوه خبره چې تر اوسه مونږ په خصوصي ډول کړیده په عام ډول تاسو ته ووایم او هغه دا چې د تروریزم او سخت دریزو ډلو پر ضد په هڅو کې د پاکستان پرته مونږ بل قوي شریک باڼې نلرو. دغه ډلې هم د امریکا او هم د پاکستان لپاره خطرناکې دي. مونږ د پاکستان د پوځ د هغو قربانیو او خدمتونو درناوی کوو چې په ملک کې د نظم راوستلو په خاطر یې کړیدي او همدرانګه یې د هغو ډلو پر ضد اقدامات کړیدي چې د پاکستان ادارو ته یې خطر پیدا کړیدی. "

امریکایي چارواکو پدو تیرو څو ورځو کې د ترویرزم پر ضد د پاکستان د هڅو په اړه بیلا بیل انځورونه ورکړیدي. له یوې خوا یې پاکستان پدې ستایلی دی چې د القاعده د شبکې پورې تړلو ډلو پر ضد یې جدي اقدامات کړیدي خو له بلې خوا یې بیا پرې انتقادونه کړیدي چې د هغو ډلو پر ضد یې څه ندي کړي چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو سره جګړه کوي او د پاکستان په خاورې کې یې د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړیدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د ستراتژیکو خبرو په یوې غونډې کې یې خبرې کولې پدې یې خواشیني وښودله چې امریکا د تروریزم پر ضد د پاکستان په هڅو باندې شک لري.

" د ترویزم ضد په جګړې کې زمونږ تقریباً 7 زره امنیتي قواوې وژل شویدي چې دا په افغانستان کې د ناټو د قواوو د تلفاتو نه زیات دي. خو بیا هم له بده مرغه د پاکستان په قربانیو او مرستو باندې سترګې پټیږي. حتی دلته په واشنګټن کې هم دا خبرې کیږي چې پاکستان د ترویزم پر ضد په پاک زړه جګړه نکوي نو مونږ نه پوهیږو چې د خپلو هیوادوالو د وینی د تویدو پرته بله کومه نښه وړاندې کړو چې زمونږ د هڅو څرګندونه وکړي. "

د امریکا د نویو پوځي مرستو د ژمنو سربیره هم د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت ویاند پي جې کراولي ویلي دي چې د پاکستان د پوځ زیاتو هغو قطعاتو ته مرستې ندې ورکړل شوي چې د بشري حقونو نه د سرغړاونې تورونه پرې لګیدلي دي.

XS
SM
MD
LG