د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په سوډان کې د ریفرنډم پر وخت ترسره کیدل غوښتلي دي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په سوډان کي سوله ایز او پروخت ریفرینډم یا عموي رایګیري غوښتې ده چی په کي به دا معلومه شی چی د هغه ملک جنوب د سوډان نه بیلیږي که نه.

اوباما پرون د جمعې په ورځ د ملګرو ملتو په یوه لویه غونډه کي وویل چی ددې کار نتیجې ستري دي او د ملیونو نو خلکو سرنوشت به په همدې رایګیري کي معلومیږي.

د امریکا جمهوررئیس وویل چی که سوډان خپل مکلفیتونه تر سره کړي، نو امریکا به د خرطوم سره د روابطو د ښه کیدو په خوا اقدام وکړي او تجارت او پانګه اچونه به زیاته کړي. هغه دا هم وویل چی که سوډان خپل مسئولیتونه په پام کي ونه لري، نو هغه ملک به د زیاتو فشارونو او ګوښه توب سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون چی د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې نه دباندي ددې غونډي کوربه و، وویل چی دا ریفرانډم باید سوله ایز وي او ویره په کي نه وي.

دا ریفرانډم به د جنوري د میاشتی په نهمه وسي او د سوډان د نیمي خودمختاري جنوبي سیمي خلکو ته به موقع ورکړه سي چی غواړي د خپلي دې سیمي نه یو خپلواک هیواد جوړ کړي که نه. اکثره کارپوهان دا پیشبیني کوي چی هغوی به خپلواکي غوره کړي.

XS
SM
MD
LG