د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا جنوبي سوډان په رسمیت وپیژاند


امریکا جنوبي سوډان په رسمیت وپیژاند
امریکا جنوبي سوډان په رسمیت وپیژاند

د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي سوډان جمهوریت د هغه د خپلواکۍ د اعلانیدو په ورځ په رسمیت وپیژاند.

جمهوررئیس بارک اوباما نن د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کي وویل چي دی په دی ویاړي چي د جنوبي سوډان جمهوریت رسما پیژني. هغه وویل چی د جنوبي سوډان د خپلواکۍ تازه اعلان « یوه تاریخي کامیابي » ده چي دده په قول

« دا ښئي چي د جګړې نه وروسته د نوي سباون رڼا ممکنه ده »

د امریکا جمهوررئیس وعده وکړه چي د جنوبي سوډان د خلکو چي خپل نوی ملک آبادوی، او د خپل امنیت، پرمختګ او د حکومت د جوړولو چاري سرته رسوي، انډیوال به وی .

ښاغلي اوباما د شمالی سوډان او جنوبي سوډان دواړو نه وغوښتل چي د ٢٠٠٥ کال د سولي موافقه چي ددوي تر منځ یې جګړه ختمه کړه په بشپړه توګه اجرا او تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG