د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: د څارنې په ځینو پروګرامونه کې زیاتی شوی


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې د امریکا د استخباراتو د څارنې پروګرامونه په ځینو مواردو کې د حد نه زیاتی وو او هوډ یې وکړ چې دا کار به په راتلونکي کې تکرار نشي.

ښاغلي کیري دا خبرې په واشنګټن کې هغه مهال وکړې چې د ویډیو کنفرانس له لاري یې په لندن کې په یوې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د مطبوعاتو په ورستیو ریپوټونو کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې د جرمني د صدراعظمې انګلا میرکل او نورو متحدینو ټلفونونه څارلي دي. دې کار په واشنګټن او نورو هېوادونو کې غوصې راوپارولې. د مطبوعاتو ریپوټونه د ملي امنیت د پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن د افشا شویو معلوماتو په حواله یادشوي ریپوټونه خپاره کړي وو.

د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې د پنجشنبې په ورځ یوه داسي لایحه منظور کړه چې په لړ کې یې د امریکا پر استخباراتي سازمانونو باندي د څارنې په برخه کې یو لړ نوي کنټرولونه وضع شول. په لایحې کې د څارنې د سوابقو د ساتلو دپاره ۵ کاله وخت تعیین شوی دی چې د هغه نه وروسته باید دغه سوابق له مینځه یوړل شي.

د مخفي څارنې خبره عین تر آسیا پوري ورسېدله. اندونیزیا د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه نه د آسټرالیا سفیر وروغوښتی چې په مطبوعاتو کې داسي ریپوټونو خپاره شول چې ګوني دغه سفارت د امریکا د څار پروګرامونه ته اجازه ورکړې ده چې په اندونیزیا، ټایلند، ویټنام، چین او ختيځ تیمور کې پټ د څارنې ماموریتونه پرمخ یوسي.
XS
SM
MD
LG