د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې باندې د اضافي فشار لپاره هڅې روانې دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی کوفي عنان لګیا دي پدې کار کوي چې د سوریې په ولسمشر بشار الاسد باندې د فشار د زیاتولو لپاره د روسیې ملاتړ هم د ځان سره کړي تر څو هغه د قدرت نه لاس واخلي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ هیوادونو ځانګړی استازی کوفي عنان وایي چې د هیلري کلنټن سره په ګډه هلې ځلې کوي چې د سوریې لپاره د خپل سولې پلان عملي کړي.

" ټول غواړې چې د دې ستونزې لپاره د حل یوه لاره پیدا کړي. ځیني وایي چې دا پلان نور کار نه ورکوي، پوښتنه دا ده چې آیا ستونزه په پلان کې ده او که د پلان په تطبیق کولو کې. که چیرته ستونزه د پلان په تطبق کولو کې وي نو پکار ده چې پدې برخې کې کار وشي. "

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده میرمن ویکټوریا نولاند وایي چې د ښاغلي عنان او میرمن کلنټن د جمعې د ورځې د خبرو هدف چې په سوریې کې د قدرت د انتقال لپاره یوه ګډه او متحده ستراتیژي جوړه کړي او د دې ستراتیژي لپاره نړیوال ملاتړ پیدا کړي، په ځانګړي ډول د روسیې ملاتړ.

" مونږ د روسیې سره په سخت کار لګیا یو او دیته یې هڅوو چې د یوې ګډې سیاسي ستراتیژۍ لپاره زمونږ سره په ګډه کار وکړو. "

روسیې او چین څو څو ځله په سوریې باندې د ملګرو ملتونو لخوا د اقتصادي بندیزونو د لګولو تر څنګ د نوور اقداماتو مخه نیولې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي دي چې د سوریې د ستونزې د حل لپاره دې د ایرن په شمول د نړۍ د هیوادونو یو پراخه ډله جوړه شي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن بیا وایي چې پدې خبرو کې د ایران لپاره هیڅ ځای نشته ځکه چې ایران د سوریې د پوځ او د ملیشو سره فعاله ملاتړ کوي.

روسیه اوس هم په سوریې باندې وسلې خرڅوي خو د بهرنیو چارو د وزارت ویانده میرمن ویکټوریا نولاند وایي چې ایران د سوریې د رژیم سره د سلا مشورو، اود تخنیکي او تاکتیکي ملاتړ تر څنګ د مادې مرستو خبرې هم کوي او پدې ویاړي چې د سوریې په تشدد کې لاس لري. خو امریکا پدې خاطر د روسیې سره خبرې کوي چې څنګه وکړی شي تر ټولو د ښې لارې د سوریې ستونزه حل شي.

روسیې ویلي دي چې په سوریې کې د تشدد د پای ته رسولو لپاره د کوفي عنان د پلان ملاتړ کوي. مګر د ښاغلی عنان پلان ونشو کړی چې په سوریې کې تشدد پای ته ورسوي. د سوریې مبارزین وایي چې د لړزانده او کمزوري اوربند نه وروسته هم په سل ګونه خلک وژل شویدي. او سره لدې چې د ملګرو ملتونو بې وسلې څارونکي سوریې ته تللي چې د اوربند څارنه وکړي خو بیا هم د خلکو وژنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG