د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي د سوریې مخالفینو ته وسلې ورکوي


امریکايي چارواکي وايي چې امریکا پر هغه پلان باندي کار کوي چې د سوریې د حکومت وسله والوو مخالفینو ته وسلې ورکړي. د امریکا ددغه اقدام په مقابل کې ددغه هېواد اروپايي متحدینو مثبت عکس العمل څرګند کړی دی.

دغه پریکړه وروسته له هغه نه ونیول سوه چې د سپینې ماڼۍ چارواکو وویل چې استخباراتي ریپوټونه ښيي چې د سوریې حکومت د تیرکال په موده کې د مخالفینو پرضد په کښته کچه کیمیاوي وسلې کارولي دي چې په کښي د سرین د ګاز استعمال هم شامل دی.

د جمعې په ورځ د سوریې حکومت د آمریکا ادعاګانې چې د حکومت د وسله والو مخالفینو پرضد یې کیمیاوي وسلې کارولي دي، درواغ وګڼل او رد یې کړې. د سوریې د باندینو چارو وزارت وویل چې د امریکا ادعاګانې د بې اساسو معلوماتو پر بنسټ کېږي.

د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ د جمعې په ورځ وویل چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په برخه کې لندن د امریکا د ارزیابۍ سره موافق دی.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن هم د امریکا پریکړې ته ښه راغلاست ویلی دی او د امریکا بیانیه یې واضیح ګڼلې ده. هغه ویلي دي چې د کیمیاوي وسلو استعمال په هیڅ صورت د منلو وړ اقدام نه دی.

روسیې چې د سوریې متحد هیواد دی، ویلي دي چې د امریکا له خوا ورته وړاندي شوي معلومات قناعت بخشه نه دي.
XS
SM
MD
LG