د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د کیمیاوي وسلو په برید کې مسکو نقش درلود؟


د امریکا د باندنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن به د راتلونکې چارشنبې په ورځ د اپریل په دولسمه له سرگې لافروف سره و گوري
د امریکا د باندنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن به د راتلونکې چارشنبې په ورځ د اپریل په دولسمه له سرگې لافروف سره و گوري

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگې لافروف وايی پرسوریې باندې د امریکا د توغندیو برید د ترهگرو په لاس کې لوبیدل دي.

د امریکا پوځي چارواکي کوشش کوي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په برید کې د مسکو نقش وڅیړي. د روسیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ تیلفوني خبرې کړي او موافقه یې کړې ده چې د اپریل په دولسمه (راتلونکې چهارشنبې) په ورځ په مسکو کې د سوریې په هکله دهغه ځای له چارواکیو سره مخامخ خبرې وکړي.

د سوریې په یوې هوایي اډې باندې د امریکا د توغندیو له برید نه دوه ورځې وروسته د امریکا پوځي چارواکيو وو یل امکان لري مسکو په سوریې کې د کمییاوي وسلو په برید کې د دمشق له حکومت سره مرسته کړې وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لافروف، په سوریې کې د متحده ایالاتو له خوا د جمعې د ورځې له برید نه وروسته تیر ماښام د لومړي ځل لپاره له یوبل سره تیلفونې خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لافروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لافروف

ښاغلي لافروف وویل په سوریې باندې د امریکا برید "د ترهگرو په لاس کې یوه لوبه ده" او دا اقدام نړیوال امنیت ته گواښ پیښوي.

د روسیې د پارلمان یو غړي میخایل یملینوف نن وویل په سوریې باندې د امریکا د توغندیو برید په روسیې باندې برید بلل کیږي او دا اقدام به د اټومي وسلو په یوې بلې جگړې باندې بدل شي.

یملینوف وايی: دا برید یوازې پر سوریې ندی. روسیه په واضح ډول د سوریې د مشروع حکومت ملاتړ کوي او تر یو حده په دې شخړه کې شامله ده. له همدې وجې دا اقدام یوازې د سوریې په مقابل کې نه بلکې د روسیې پرضد هم دی.

هغه زیاتوي هغه وخت چې امریکایانو په دې هوايی ډگر برید کاوه هغوی په دې نپوهېدل چی روسي اتباع هلته شته دي او که نه. دا وضعیت کیدای شي د "کیوبا د توغندیو بحران چې یو ځل یې نړۍ د اټومي وسلو استعمال په درشل کې درولی وه تکرار کړي."

خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د یکشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې په سوریې کې د امریکا د برید ملاټر کوي.

د اسراییلو صدراعظم نتنیاهو وايي: د ٢٠١٣ کال نه راپدیخوا یوه نړیواله ژمنه دا وه چې له سوریې نه کیمیاوي وسلې لیرې کړي، لکه څنگه چې لیدل کېږي دا ژمنه نده عملي شوې. مونږ په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې دا کار بشپړ کړي. همدا مسلهد امریکا او روسیې ترمنځ د گډې همکارۍ یو فرصت دی چې دا کارسرته ورسوي."

اسراییل د سوریې په جگړې کې چې تر اوسه پکې څه دپاسه څلور سوه زره کسان وژل شوي، مداخله نده کړې، خو د حزب الله ډلې د وسلو پر مشکوکو اکمالاتو باندې ېې یو شمیر هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني چې د سوریې مهم متحد بلل کیږي، پر سوریې د توغندیو برید په کلکه وغانده
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني چې د سوریې مهم متحد بلل کیږي، پر سوریې د توغندیو برید په کلکه وغانده

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل: دې کار ثابته کړله چې نن سبا نړۍ د قانون او مقرراتو نړۍ نده. او له بده مرغه تر دې هم بدتره دا چې زمونږ د سیمې ځیني هیوادونه هم د امریکا له خوا په تجاوز خوشاله دي. ستاسو وار به هم راشي چې د دې تجاوز نښه شئ. تاسو ولې متجاوزین تشویقوئ؟"

سعودي عربستان او ترکیې په سوریې کې د امریکا د توغندیو د برید هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG