د لاس رسي وړ اتصالات

هیګل: په سوریې کې ښايي د سرین ګاز نه کار اخیستل شوی وي


د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل وايي چې د امریکا د استخباراتو ادارې په دې باور دي چې د سوریې حکومت ددغه هیواد پر مخالفینو باندي چې غواړي د بشرالاسد حکومت رانسکور کړي، د سرین ګاز څخه کار اخیستی دی.

ښاغلي هیګل دغه خبرې نن د پنچشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته خپل د سفر په لړ کې وکړې او وېویل چې امریکايي استخباراتي سرچینو د سرین د ګاز د استعمال په هکله راپورونه تر یوه برید تایید کړي دي.


نوموړي وویل چې سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په سهار د امریکا د کانګرس څو غړو ته لیک استولی دی او په کښي یې د سوریې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د استعمال موضوع مطرح کړې ده.


ولسمشر اوباما وویل چې د کیمیاوي وسلو د استعمال مسله به د سوریې په مسله کې د امریکا د د مداخله کولو په هکله ددغه هیواد دریځ بدل کړي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG