د لاس رسي وړ اتصالات

براهیمي: د سوریې په اړه دي ژر کنفرانس دایر شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ هیوادونو استازي لخضر براهیمي د دوشني په ورځ وویل چې په سوریې کې د انتقالي حکومت د جوړیدو په اړه دي نړیوال کنفرانس هر څومره ژر چې امکان ولري، باید جوړ شي.

ښاغلي کیري وویل په سوریه کې د سولې د راتګ لپاره پکار ده چې هلته یو نوی حکومت جوړ شي او د قدرت انتقال دې وشي. کیري همدارنګه وویل د ژنیو کنفرانس دې هم د نومبر د میاشتې تر نیمايي پورې جوړ شي. دا هغه هدف دی چې د امریکا متحده ایالاتو ټاکلی دی.

ښاغلي کیري او ښاغلي براهیمي دا څرګندونې په لندن کې د امریکا په سفارت کې د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وکړې.

لخضر براهیمي وویل که چیرته مونږ ټول سره لاس یو کړو او په ګډه کار وکړو، د سوریې ستونزې ته سیاسي حل پیدا کیدای شي. براهیمي زیاته کړه مونږ ته پکار ده چې ډیر ژر د کنفرانس لپاره یوه دقیقه نیټه وټاکو.

رپوټ وایي چې د سوریې د کورنۍ جګړې دریم کال هم پیل شو او تر اوسه پدې جګړې کې د سلو زرو نه زیات خلک وژل شویدي.

د دوشنبې په ورځ هم د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه کې د موټر بم یوه چاودنه شوې چې په لس ګونه کسان پکې وژل شویدي. د یکشنبې په ورځ هم د سوریې په پایتخت دمشق کې د دولتي تلویزون د ودانۍ مخې ته د موټر بم دوه غبرګې چاودنې شوي وې.

په سوریې کې د موټر بم چاودنې مخ په زیاتیدو دي او په همدې خاطر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د ژنیو کنفرانس جوړیدل مهم دي. جان کیري وویل د سوریې ولسمشر بشارالاسد نور دا مشروعیت نلري چې وکړای شي د هیواد ټول ولس سره یو موټی کاندي.
XS
SM
MD
LG