د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د مخالفینو پر سر د امریکا او روسیې مخالفت


د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې په پټه زرګونه په اصطلاح منځلاري یاغیان روزلي او وسلې یې ورته ورکړي چې هم د بشارالاسد د حکومت په خلاف جګړه وکړي او هم د داعش د پرمختګ مخه ونیسي خو کله چې روسیې په سوریې کې نظامي فعالیت پیل کړ، په همدغو یاغیانو یې هم برید وکړ چې امریکا روزلي او تجهیز کړي و.‌

پوښتنه دا ده چې آیا امریکا به د روسیې د هوایي بریدونو نه د بچ کیدو لپاره منځلارو یاغیانو ته د الوتکو ضد توغندي ورکړي؟

امریکایي چارواکي وایي دا کار شونی ندی ځکه ښایي دا وسلې د غلطو ډلو ته لاسته ورشي او حتی په تروریستي بردیونو کې مساپر وړونکي الوتکې هم پرې وولي.‌ سپینه ماڼۍ د الوتکو د پروازونو د ممنوعه سیمې د جوړیدو ته هم چندانې لیواله نده.

خو امریکا د سوریې د پوځي قوت په مقابل کې د ځان نه د دفاع په خاطر د تانګ ضد توغندي ورکړیدي چې (TOW) نومیږي.‌یاغیانو پدې تیو څو میاشتو کې په همدغو توغندیو د سورېې د پوځ ګڼ شمیر زغره لرونکي نظامي موټر ویجا کړیدي.

د قطر په پایتخت دوهې کې د بروکنګز په انسټیټیوټ کې د چارو مبصر چارلز لیسټر وایي " امریکا د یاغیانو نه غوښتي دي‌ چې د هر توغندي د واریدو ویډیو دې ثبت کړي او هم دې د وار شوي توغندي تشه بکسه په ترکیې کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ایجنټانو ته واستوي"

د امریکا د دفاعي چارو د استخباراتو یو پخوانی ماموری جیفري وایټ وایي " که چیرته د ځمکې نه هوا ته واریدونکي دغه توغندي په کافي اندازه یاغیانو ته ورکړل شي او هغوي هم په ماهرانه ډول ترې کار واخلي، د سوریې رژیم ته غټ سرخوږی جوړولی شي.‌"

ښاغلی وایټ زیاتوي " د دغو توغندیو کارونه یا خو د سوریې رژیم ناکام کولی شي او یا یې د پرمختګ مخه ډب کولی شي"

په همدې حال کې کارپوهان وایي د یاغیانو غټه ستونزه دا ده چې هغوی پدغو توغندیو د روسیې الوتکې نشي ویشتلای او که چیرته د روسیې هوایي بریدونه زور واخلي او یاغیان یې د دفاع لپاره لازمې وسلې ونلري،‌ امریکا به د هغوي د مرستې لپاره هیڅ هم ونشي کړی.

د امریکا او روسیې د مخالفت بل غټ ټکی:

په سوریې کې د امریکا یو مهم هدف دا دی چې د اسلامي دولت یا داعش ډله له منځه یوسي چې په میلونونو ډالر او ښې پریمانه وسلې یې په خدمت کې دي.‌ امریکایي چارواکي پدې عقیده هم دي چې د داعش د ماتیدو لپاره پکار ده چې لومړی بشارالاسد د قدرت نه وایستل شي.‌

بل پلو رسیه بیا د اسد د رژیم په ټولو مخالفینو بریدونه کوي او د مداخلي هدف یې دا دی چې بشارالاسد په واک کې پاتې شي.‌

XS
SM
MD
LG