د لاس رسي وړ اتصالات

د بېړني پروگرام له مخې لومړني سوري کورنۍ امریکا ته راغله


احمد العبود او کورنۍ یې امریکا ته له روانیدو دمخه د عمان په هوایي ډگر کې.
احمد العبود او کورنۍ یې امریکا ته له روانیدو دمخه د عمان په هوایي ډگر کې.

د سوریې د مهاجرو د بیا ځای پر ځای کولو لپاره د امریکا د بېړني پروگرام له مخې د سوري مهاجرو لومړنۍ کورنۍ پرون د امریکا د متحده ایالاتو د میزوري ایالت د کنساس سیټي ته راورسیدله.

۴٥ کلن احمد العبود د خپلې میرمنې او پنځو اولادونو سره له اردن نه متحده ایالاتو ته راغی.

هغه د خپلې کورنۍ سره د اردن د مرکز عمان په شمال کې مفرق په سیمه کې اوسیده. هغه د عمان په هوایي ډگر کې امریکا ته له روانیدو دمخه د اسوشتیتید پرس اژانس ته وویل چې "غواړي په امریکایي ټولنه کې مدغم شي او نوی ژوند پیل کړي."

د اکتبر د میاشتې راهیسې ١٠٠٠ تنه سوري مهاجر امریکا ته راغلي دي. جمهور رئیس اوباما د سپتمبر تر میاشتې پورې په امریکا کې د لس زرو سوري مهاجرو د میشت کولو هوډ کړی دی.

ددې کار لپاره د فبرورۍ په میاشت کې په عمان کې یو مرکز جوړ شوی چې هره ورځ په کې شاوخوا ٦٠٠ کسانو سره مرکې کیږي.

په اردن کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې الیس ویلز د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې دغه موقتي عملیاتي مرکز به د اپریل تر ٢٨ پورې فعال وي.

په عمان کې د امریکا په سفارت کې د مهاجرو سیمه ییز هم آهنگ کوونکې جینا قسیم وایي په داسې حال کې چې امریکا د نړۍ له گوټ گوټ څخه د لس زرو سوري مهاجرو د منلو تصمیم لري، خو زیات شمیر به له اردن څخه متحده ایالاتو ته لاړ شي.

هغه وایي په داسې حال کې چې د مهاجرو د بیا ځای پر ځای کولو پروسه له ١٨ څخه تر ٢۴ میاشتو پورې وخت نیسي خو دغه بېړنی پروگرام به دغه موده درې میاشتو ته راټیټه کړي.

د سوریې د څلور عشاریه اوه میلیون مهاجرو له جملې څخه چې د ملگرو ملتونو سره راجستر شوي دي ٦٣٥٠٠٠ تنه یې په اردن کې اوسیږي. خو په اردن کې د اوسیدونکو سوریایانو شمیر یو عشاریه دوه میلیونه تنه دی چې په کې هغه کسان هم شامل دي چې په سوریه کې د ٢٠١١ کال د کورنۍ جگړې دمخه اردن ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG