د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د سوري مهاجرینو په منلو اختلافات


د امریکا د بیلا بیلو ایالتونو گورنرانو ویلي دي چې دوی به سوریایې مهاجرینو ته د پناه ورکولو په اړه د اوباما د پریکړي هرکلی ونه کړي.

د امریکا ولسمشر اوباما ویلي دي چې امریکا به د سوریې لس زره تنو مهاجرو ته پناه ورکړي، خو د پاریس د بریدونو نه وروسته څرگنده شوی چې یو برید کونکی د مهاجر په توگه پاریس ته داخل شوی و.

هغه اشخاص چې سوریایې مهاجرینو ته د پناه ورکولو سره مخالفت کوي وایي چې د پاریس بریدنو وښودله چې کیدای شي ترهگر د مهاجرو په بڼه امریکا ته راننوځي.

د شمالي کارولینا والي پیټ مکروري وایي "... دا خواست کوم چې ولسمشر او فیدرالي حکومت دې سوریایي مهاجر تر هغو شمالي کارولینا ته نه رالیږي چې مونږ د هغوي په هکله پوره تفتیش نه وي کړی، تر څو مطمئین شو چې د مهاجر په توگه کوم ترهگر امریکا ته داخل نه شي."

د امریکا په کانگرس کې هم د سورېې مهاجرینو د هرکلي په سر بحثونه روان دي
د امریکا په کانگرس کې هم د سورېې مهاجرینو د هرکلي په سر بحثونه روان دي

د امریکا په سیاسي مشرانو باندی فشار دی هغه مهاجرین چې د تروریستي حملو له کبله د خپل هیواد پریښودو ته مجبور شویدي، د هغوي لپاره دې د اوسیدو انتظام وشی او د امریکایانو امنیت دې هم تضمین شي.

د جمهوري غوښتونکي گوند د ولسمشرۍ د کاندید بن کارسن نه چې کله د سوریایی مهاجرینو په هکله وپوښتل شول هغه وویل " زه به امریکا ته د نورو مهاجرو راتگ بند کړم. زما په فکر امریکا ته د سوریایي مهاجرو د پناه ورکولو ټول پلانونو دې همدا اوس وځنډول شي."

د بارک اوباما حکومت سږ کال د سوریایی مهاجرینو شمیر چې امریکا به ورته پناه ورکړي، د دوو زرو نه لسو زرو ته لوړ کړی دی، خو دا شمیر د هغه شمیر په پرتله ډیر کم دی چې اروپایي اتحاد یې مني. دا په داسې حال کې دي چې په ملیونونو سوري مهاجر په اردن، ترکیه او لبنان کې په کمپونو کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG