د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیه دي سوریې ته د وسلو پر لېږلو د سره غور وکړي


د امریکا د پوځ لوړ رتبه افسر سوریې ته د روسیې له خوا د میزایلو لېږدونه یو ناوړه عمل ګڼلی او غندلی یې دی.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې ریْس سترجنرال مارټین ډیمبسي د جمعې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سوریې ته د روسیې له خوا نه د میزایلونو لېږونه ناوړه اقدام دی.،،دغه پریکړه حد اقل یوه ناوړه پریکړه ده چې د سوریې د رژیم مورال به لازیات قوي کړي او د خلګو زورنه به ادامه وموندي. فلهذا دا یوه بې وخته او ناوړه پریکړه ده.،،

په عین حال کې د امریکا ددفاع وزیر چک هېګل هم د روسیې څخه غوښتي دي چې پر خپلې پریکړې دي د سره غور وکړي. ،،مونږ د روسانو سره کار ته ادامه ورکوو چې د هغوي ګټې په پام کې ونیسو او مونږ ټول هغه څه کوو چې دخیل قدرتونو په دې قانع کړو چې د نظامي لارو چارو په پراخولو کې د احتیاط او دقت نه کار واخلي.،،

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ریپوټ ورکړی دی چې روسیې سوریې ته د بیړۍ ضد کروز میزایلونو لېږلي دي او دا ځل یې میزایلونه ډیر پرمختللي دي. روسیې ویلي دي چې دغه هیواد یواځي خپل مکلفیت پرځای کړی دی چې د سوریې سره یې د قرارداد له مخې ردلودی او هیڅ علاقه نلري چې د سوریې ولسمشر بشرالاسد دي په واک کې پاته شي.


روسیې او امریکا په ګډه کار کوي چې راتلونکې میاشت د سوریې په هکله د سولې یو نړیوال کنفرانس دایر کړي.
XS
SM
MD
LG