د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوریې د مخالفینو سره د ۴۵ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې


په داسي حال کې چې نړیوال په سوریې کې د ډیپلوماتیکي هلو ځلو د نه بریالي کیدو له امله چې بشرالاسد د واک وغورځوي اندېښمن دي، د ولسمشر اوباما حکومت د سوریې د مخالفینو سره د ۴۵ میلونو ډالرو بشري او غیر نظامي مرستو نوې ژمنه وکړه.

د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وايي چې د امریکا متحده ایالات به د سوریې د اوپوزیسون سره د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د مخابراتي توکو مرسته وکړي او دغه راز د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت به د هغو کسانو سره بشري مرستې وکړي چې په روان تشدد کې اغیزمن سوي دي.

میرمن کلینټن داسي وویل:،،دا پټه خبره نه ده چې زمونږ د هڅو چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې په برخه کې پرمختګ وشي په وار واري مخه نیول شوې ده. د سې شنبې په ورځ ما د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استاځي لخدر براهیمي سره وکتل ترڅو د هغه سره پر بدیلو لارو چارو باندي خبري وکړم. زه نن ستاسو ټولو نظریاتو اوریدلو ته سترګي په لاري یم خو د امریکا متحده ایالات انتظار نه باسي. مونږ د سوریې د خلګو سره د بشري مرستو په خاطر، د اوپوزیسون سره د مرستې په خاطر په داسي حال کې چې دوي مخ پر وړاندې روان دي چې ډیموکراتیک تغییر رامنځ ته کړي او پر رژیم باندي د فشار د راوستلو په موخه په یو لړ نویو اقداماتو باندي لاس پوري کړی دی.،،

میرمن کلینټن دغه څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې په سوریې کې هره ورځ خلګ وژل کېږي او ټپي کېږي. د عرب لیګ عمومي منشي نبیل ایلاربي داسي وايي: ،،زه فکر کوم چې نړیوال ټولنه باید دې ته همدا اوس ځواب وړاندي کړي. مونږ باید موافقې ته سره ورسېږي مونږ نشو کولای چې نور وخت ضایع کړو ځکه هره ورځ خلګ مري.،،
میرمن کلینټن دغه راز ایران ته هم خبرداری ورکړی چې د اسد د رژیم د ملاتړ څخه دي لاس واخلي او دغه رجیم ته دي وسلې نه ورکوي.

هغه داسي وویل: ،،راځیْ چې په دې برخه کې واضیح وغږېږو . د اسد د رجیم تر ټولو غټه پایه ایران ده. تیره اونۍ د ایران یو جګپوړي چارواکو دا اعلان کړه چې د هیواد د سپاه انقلاب ځواکونو په سوریه کې فعالیت کوي. په دې کې اوس هیڅ شک نشته چې ایران به هر هغه څه وکړي چې په سوریه کې د اسد د رژیم څخه ملاتړ وکړي. ایران به د بندیزونو څخه د بچیدو په خاطر په هر ډول اقدام لاس پوري کړي.،،

د یادونې وړ ده چې د میرمن کلینټن څرګندونې په داسی حال کې کېږي چې په سوریه کې خونړی تشدد ادامه لري. پرون د جمعې په ورځ د عیني شاهدانو په وینا د سوریې په تر ټولو غټ ښار حلب کې جګړې ډیر زور واخیستی . عیني شاهدان وايي د هغه راهیسي چې دوې میاشتې مخکي یاغیانو د حکومت پر ضد عملیات پیل کړل چې د حلب ښار کنټرول ترلاسه کړي، په دغه ښار کې په دومره پیمانه جګړې نه وې شوي.

دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په ټپه ولاړه ده ځکه چین او روسیه د سوریې د حکومت متحدین دي او هرځل چې لویدیځ هیوادونو پر سوریې باندي د نورو تدابیرو وړاندیز کوي، مخه یې نیول کېږي.
XS
SM
MD
LG