د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: امریکا له طالبانو سره د خبرو هڅو ته زور ورکړی


رپوټ: امریکا له طالبانو سره د خبرو هڅو ته زور ورکړی

رپوټ: امریکا له طالبانو سره د خبرو هڅو ته زور ورکړی

د واشنګټن پوسټ په قول د براک اوباما ادارې، له څو میاشتو راهیسي طالبانو سره مستقیمو خبرو ته د رسیدو هڅې لا ګړندۍ کړي دي.

امریکایي مامورین وایي د دوی هیله دا ده چې جمهور رئیس اوباما له دې لارې وتوانیږي چې په راتلونکي جولای کې کله چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو بهیر پیلیږي، د جګړې د حل او د توافق یوه لاره پیدا کړای شي.

یوه پخواني افغان مامور ویلي چې په قطر او جرمني کې د طالبانو سره په دریو غونډو کې چې د اروپایي او عرب غیر حکومتي مامورینو په منځګړیتوب ترتیب شوې وې، امریکایي استازو هم برخه درلوده چې وروستنۍ یې اته یا نهه ورځې مخکی جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې د داسې یوه شخص سره خبرې وشوې چې ویل شوي د طالبانو مشر ملا محمد عمر سره نږدې همکار دي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مایکل اې همر پرون پدې باب د نورو جزیاتو د ورکولو نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG