د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي د طالبانو سره بیرته خبری پیل کړي.


د AP خبري اژانس واېې په داسې حال کې چې امرېکا واېې هېله لري چې د طالبانو سره به د روغې جوړې خبرې بېا پېل شي، جمهور رېس کرزې ورته زېات خوشبېن نه دی. د نېوزوېک اونېزه مجله لېکي د سولې خبرې د افغانستان د روانې شخړې د حل ېواځېنئ معقوله لاره ښکاري.

په اسلام اباد کې د AP خبرېاله کېټي گېنون واېې په داسې حال کې د جمهور رېس حامد کرزي د انتقادونو په وجه ، د طالبانو خبرې ېوې بحرانې نقطې ته رسېدلي، د امرېکا حکومت هېله لري چې په راتلونکي پسرلي کې به د طالبانو سره خپل مذاکرات بېا پېل شي.

د اسسوسېټېډ پرېس خبرېاله په کابل کې د څو تنو افغان او امرېکاېې مامورانو له قوله واېې ېوه ډېره مهمه چې په دغو مذاکراتو کې به امرېکاېې ماموران دطالبانو داستازو سره پرې خبرې کوي هغه داده چې اوربند لپاره څو خاصې ټاکلې سېمې وټاکل شي چې له همدغو سېمو نه به د طالبانو، امرېکا او افغانستان د حکومت ترمنځ د جنگ د پاې ته رسولو او سولې د ېوې بشپړې موافقې دعملي کولو لپاره لاره خلاصه شي.

خو خبرېاله کېتي گېنن د امرېکا د حکومت د ېوه لوړ پوړي مامور له قوله واېې چې دغه هدف ته رسېدل به دومره زېات اسان نه وي.

دAP اژانس خبرېاله په واشنگټن کې د امرېکاېې چاراوکو له قوله واېې چې سپېنه ماڼئ او د امرېکا د بهرنېو چارو وزارت طمع لري چې په اروپا او ېا د منځني ختېځ په کوم ملک به د طالبانو د استازو سره پټې خبرې زر بېرته شروع کړي.

اژانس د دوو امرېکاېې مامورانو په حواله واېې چې هغوۍ اوس دې خبرې ته زېات امېدوار دي چې د طالبانو د استازو ېوه کوچنۍ ډله چې امرېکا ورته په مشروعېت قاېل ده، د مذاکراتو مېز ته بېا حاضره شي.

اژانس واېې څرنگه چې امرېکاېې ماموران د طالبانو سره د تماس نېولو په لړ کې ډېرې ستونزې لري نو نه غواړي چې په ډاگه خپل نظر ورکړي او ېا ېې نومونه واخېستل شي.

د AP خبرېاله په خپل رېپوټ کې واېې چې امرېکاېې مامورانو د د طالبانو سره خپلې خبرې د ښاغلي کرزي په غوښتنه په غېر رسمي ډول وروسته د هغې وځنډولې چې طالبانو په خارج کې د خپل ېوه دفتر د پرانېستلو او د گوانتانامو د نظامي محبس نه ېې د پنځو تنو طالب قېدېانو د انتقالولو غوښتنه وکړه.

اژانس واېې طالبان چمتو ؤ چې په عوض کې ېې په افغانستان کې منتخب ملکي حکومت ومني او اعلان وکړي چې د القاعدې سره هېڅ اړېکې نه ساتي.

خبرېاله کېتي گېنن واېې چې دطالبانو د دفتر په پرانېستلو خو به خبرې وشي مگر د گوانتانامو د زندان ېې د قېدېانو انتقالول د امرېکا د کانگرس او ښاغلي کرزي د مخالفت په وجه ډېر گران ښکاري.

آژانس واېې چې د ځېنو باخبرو سرچېنو نه ورته دهغو کسانو نومونه معلوم شوي چې طالبان ېې د گوانتانامو د نظامي محبس نه راوېستل غواړي، چې په دې جمله کې ېې ېو د هرات پخوانې والي خېراله خېرخواه او د طالبانو ېو پخوانې قوماندان ملا محمد فضل نومونه شامل دي.

اژانس د ښاغلي کرزي د مشاورانو له قوله واېې چې کرزې طالبانو سره د خبرو مخالف نه دی ، مگر غواړي چې امرېکا باېد د طالبانو قېدېان د افغانستان حکومت ته ورحواله کړي، ځکه که راسا ې ېوه عربي هېواد ته ولېږي نو د افغانانو د ملي خپلواکۍ احساس به کمزورې شي.

د ښاغلي کرزې مشاوران په دې نظر دي چې ددغو کسانو د خوشې کېدو او ېا ېې د محاکمه کولو واک باېد د افغانستان حکومت سره وي. اژانس واېې ښاغلې کرزې ډېر زېات کورني مشکلات لري او دې خبرې وارخطا کړې چې امرېکا لگېا ده کوښښ کوي، چې په ١٣٩٣ هجري شمسي کال کې افغانستان نه دخپلو پوځونو په وېستلو باندې دشروع کولو نه مخکې په بېړه د طالبانو سره د سولې کومه موافقه لاس لېک شي.

اژانس واېې که څه هم چې امرېکاېې مامورانو د طالبانو هغه غړي نه معرفي کړي چې په قطر او جرمني کې ېې ورسره پټې خبرې کړې وې،خو ېو ېې سېد طېب اغا دی چې گومان کېږي د طالبانو د رهبرملا محمد عمر ېو نژدې همکار دی. د طالبانو په هېت کې په سعودي عربستان کې ېې ېو پخوانې دېپلومات او د افغانستان د روغتېا د وزارت ېو پخوانې مرستېال شامل دي.

اژانس واېې چې د ترکېې او ېا قطر په نسبت ښاغلې کرزې دا غوره گڼي چې طالبان په سعودي عربستان کې دفتر پرانېزي. د کرزي ځېنې مشاوران هم په دې باور دي چې قطر نه ېو پېاوړي اسلامي ملک نه دی او نه د افغانستان نژدې گاونډي دي.خو اژانس واېې چې ښاغلې کرزې وړمه ورځ بېرته پښمانه شو او اعلان ېې وکړ چې په قطر کې د طالبانو ددفتر سره مخالفت نه لري.

له بلې خوا د امرېکې د نېوزوېک معتبره مجله په ېوه مقاله کې چې د ډسېبمرپه 27 ېې چاپ کړې ، لېکې چې په افغانستان کې د پوره لسو کلونو دوامداره جنگ نه وروسته، څومره چې د سولې امکانات اوس ډېر لېرې ښکاري مخکې دومره لېرې نه ښکاره کېدل. نېوزېوک واېې په داسې حال کې چې امرېکا دافغانستان نه د خپلو پوځونو تدرېجي انخلا پېل کړې، او په حقېقي معنې خو ددغه جنگ گټل ډېره لېرې خبره ده، ېوې خوا هم تراوسه پورې پوره برلاسې نه دی حاصل کړې. نېوزوېک لېکي چې په جنگ کې شامله هره خوا ، که هغه امرېکاېان دي ېا ېې افغان ملگري او انډېولان دي او که طالبان دي ، داسې کمزورتېاوې او ځېنې ظعېفې نقطې لري چې په روان جنگ کې د بشپړ برېالېتوب امکانات ردوي.

دنېوزېوک مجله واېې شاېد چې د سولې خبرې او مذاکرات ېواځېنۍ معقوله لاره وي خو د خبرو گردي مېز ته د طالبانو راوستل هر ځلې د ناکامۍ سره مخ کېږي ، ځکه چې ترواسه پورې د طالبانو مهمو مشرانو د سولې د خبرو سره هېڅ کومه د زړه د کومې علاقه نه ده ښودلې.

نېوزوېک واېې خبره داسې هم نه ده چې گوندې طالبان په جنگ کې مخکې دي، ځکه خبرو ته غاړه نه ږدي، بلکه د تېرو دوو کلونو په موده کې امرېکاېې ځواکونو د افغانستان په جنوبي ولاېتونو کې پرمختگ کړې او ډېر ځاېونه ېې ورنه نېولي دي .

نېوزوېک لېکي که څه هم چې ټول ېې بېرته په پاکستان کې خپلو خوندي ځاېونو ته نه دي ستانه شوي، او په لېرې پرتو اطرافو کې گرېلاېې جنگ کوي، خو هغوۍ دا خبره مني چې د شپې له خوا په دومداره توگه د اېتلافي ځواکونو د برېدونو په وجه ېې د منځنۍ رتبې ډېر قوماندانان او ځېني پټ مرکزونه له لاسه ورکړي دي.

نېوزوېک واېې چې د اېتلافي ځواکونو د شپې له خوا د حملو خطر دومره زېات شوې دی چې اوس ډېرکم لېدل کېږي چې د طالبانو مشران د افغانستان په خاوره کې قدم کېږدي.

نېوزوېک لېکي چې څه موده مخکې ېو طالب جنگېالي ېې ېوه خبرېال ته ووېل چې زمونږ جنگېالي په ډېره اسانۍ په افغانستان کې اوسېدلې شي خو مشرانو مو په کې د شپې له خوا داېتلافي ځواکونو د ناڅاپې برېدونو په وجه ژوند نه شي کولې.

نېوزوېک دطالبانو د ېوه پخواني قوماندان له قوله لېکې چې د ١٣٩٣ هجري شمسي کال نه وروسته به په افغانستان کې دامرېکا داېمي پوځي اډې د طالبانو لپاره د ېوه همېشني مشکل معنی ولري . نېوزوېک لېکي چې د طالبانو ځېني مهم قوماندانان اوس په دې باور دي چې، کې امرېکا دراتلونکو لسو کلونو پورې په افغانستان خپلې اډې وساتي نو دا کار به ېې په روان جنگ کې د بشپړ بري ارمان پوره کېدو ته پرې نه ږدي .خو نېوزوېک د طالبانو له قوله لېکې کله چې امرېکاېان د شپې له خوا خپل برېدونه پاې ته ورسوي او د طالبانو په قول د افغانستان د لاس پوڅي دولت امنېتي ځواکونو ته ېې دسر ته رسولو ورحواله کړي، نو هغوۍ کولې شي چې مخه ېې ونېسي او ان په کابل کې حکومت ته ډېر سخت مشکلات راپېدا کړي.

په عېن وخت کې واشنگټن پوست لېکي چې د افغانستان حکومت اوس قرادداېان پسې راخېستي دي چې د شخصي امنېتي شرکتونو لپاره ېې کار کاوه او د مېلونو ډالرو په قېمت په ډېرو لوکسو زره لرونکو موټرنو کې به گرځېدل او عصري وسلې به ورسره وې.

ورځپاڼه واېې چې د حکومت چاوراکو ډېر موټر او په مېلونو ډالر ددغو قراردادېانو نه نېولي دي. ورځپآڼه د افغانستان دحکومت د مامورانو له قوله لېکي غواړي چې نور ددغو کراېې پوځېانو پر ځاې د پوځي کاروانونو د ساتلو لپاره د ملي پوځ محافظېن په کا ر وگماري ، خو هغوۍ لا تراوسه ددغه کار لپاره خپل چمتوالې نه دې ښودلې.

XS
SM
MD
LG