د لاس رسي وړ اتصالات

هيلري کلنټن طالبان دسولې دخبرو د درولو له امله ملامت کړل


دامريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن طالبان په دې ملامته کړل چي هغوي دسولې خبري بندي کړیدي. هيلري کلنټن وويل چي دا د دوي خوښه او انتخاب دی خو د اوباما اداره لاتراوسه پوري هم د سولې خبرو ته هرکلی وايی.

هيلری کلنټن د چارشنبې په ورځ په کلکو الفاظو دطالبانو له خوانه دسولې دخبرو بندونه چې وايي دوي له امريکا سره نوري خبری نه کوي وترټله .

هيلري کلنټن، دامريکا په خارجه وزارت کي ديوه مجلس په ترڅ کي چي دافغانستان د خارجه وزير زلمی رسول هم حاضر و، داسي وويل ،، هرڅه چې طالبان کوي هغه د دوي کار دی، خوموږ په خپلو خبرو کي په واضحه توگه ويلي دی چي موږ دې ته چمتو يوو چي بحث اومذاکراتو ته ادامه ورکړو . زموږ مقصد دا دی چي يوه دروازه پرانيستل شي چي افغانان په خپلو منځو کي مذاکرات وکړلی شي. "

هيلري کلنټن خبريالانو ته وويل: "...موږ دافغانستان دامنيت څخه خپل ملاتړ نه بندوو، په داسي حال کي چي داکوښښ هم کووچي دا خبره معلومه کړو چي که دلته د مذاکراتو لپاره فرصت مساعد وی. نو په واقعيت کي په دي وخت کي اختيار د دوي په لاس کي دی. " په پخلاينه کي " بايد دافغانستان حکومت شامل وي . ځکه امريکا وايي چي دابهير بايد دافغانانو په واسطه پرمخ ولاړشي او دابه د ډيري اوږدې مودې بهير وي. په دي برخه کي، اسانه او چټکه لاره نشته ."

XS
SM
MD
LG