د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا د لومړي ځل دپاره افغانستان ته محاربوي ټانکونه لېږي


آمریکا د لومړي ځل دپاره افغانستان ته محاربوي ټانکونه لېږي

آمریکا د لومړي ځل دپاره افغانستان ته محاربوي ټانکونه لېږي

د امرېکا ېوه معتبره ورځپاڼه، واشنگټن پوست، واېې چې متحده اېالات په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف په نهه کلن جنگ کې د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته خپل محاربوي ټانکونه لېږي.

واشنگټن پوست نن راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ناټو او امرېکاېې قواو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېس تېره مېاشت په افغانستان کې د تقرېبا١٦ MI ابرهام ډوله زریدارو ټانکونو ځای پر ځای کول منظورکړی وو.

واشنگټن پوست واېې چې دغه ټانک چې ٦٨ ټنه وزن لري د ېوه مېل په سمافه کې هم ېو کور چې په نښه کړی ورانولی ېې شي.

د امرېکا د پوځ ېوه نامعلوم افسر واشنگټن پوسټ ته ووېل چې دغه ټانکونه دومره قوی اور لري چه د دښمن په زړه کې وېره راپېدا کوی. خو ورځپاڼې ووېل تراوسه پورې لا دا خبره نه ده څرگنده چې اېا کله به نوموړي ټانکونه افغانستان ته ولېږل شي.

ورځپاڼه واېې چې په افغانستان کې د MI ابرهام ټانکونه د امرېکا زمکنېو قواو ته موقع ورکوي چې د لېري مسافې نه طالبان دېوې داسې پراخې او وژونکې قوې په وسېله په نښه کړي او وېې ولي، چې د امرېکا د پوځ بله پوځي وسېله ېې نشی وېشتلې. واشنگټن پوست ووېل چې د افغانستان په جنوب کې کاناډاېې او هالېنډی عسکرو هم د ټانکونو نه په جنگ کې په محدوده پېمانه کار اخېستلی وو.

XS
SM
MD
LG