د لاس رسي وړ اتصالات

عمر فاروق عبدالمطلب خپل جرمونه ومنل


عمر فاروق عبدالمطلب خپل جرمونه ومنل

عمر فاروق عبدالمطلب خپل جرمونه ومنل

عمر فاروق عبدالمطلب چې د 2009 کال د ډسمبر په میاشت کې د عیسویانو د اختر یا کرسمس په ورځ د یوې امریکایي الوتکې د راغورځولو هڅه کړې وه، پرون د چارشنبې په ورځ په یوې فدرالي محکمې کې پخپل جرم اعتراف وکړ.

عمر فاروق عبدالمطلب د نایجیریا اوسیدونکی دی او د کرسمس په ورځ یې پخپل نیکر کې چاویدونکي مواد ځای پر ځای کړي ؤ، هغه نیت درلود چې د 2009 کال د ډسمبر د میاشتې په 25 مې نیټې هغه الوتکه راوغورځوي چې د هالنډ د امسټرډام ښار نه د امریکا د مشیګن د ایالت د ډیټرایټ ښار ته روانه وه.

عبدالمطلب پرون د چارشنبې په ورځ د ډیټرایټ په ښار کې قاضي ته وویل د امریکا په خلاف یې پدې خاطر په جهاد کې برخه اخیستې وه چې د هغو بیګناه مسلمانانو بدل واخلي چې په افغانستان، یمن او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د امریکا لخوا وژل کیږي. عبدالمطلب دا هم ویلي دي چې دا کار یې د خپلې مذهبي دندې د ترسره کولو په خاطر کړیدی.

د بروکنګز په انسټیوټ کې د چارو یو تن کارپوه بنیامین ویټیس وایي دا د تعجب خبره نده چې عبدالمطلب پخپلو جرمونو اعتراف وکړ ځکه د هغه په شان نورو کسانو هم چې د تروریستي پیښو تور پرې لګیدلی دی، د محکمې کوټه ورته د پروپاګن لپاره تر ټولو مناسب ځای دی.

" که چیرته قضیه داسې وایي چې د حکومت د مجرم په خلاف دقیق او کره شواهد ولري او همدارنګه پدې کې هیڅ شک نشته چې عبدالمطلب څه نیت درلود او څومره کوښښ یې کړی ؤ. زیاتو خلکو هغه لیدلی ؤ او د هغه پر ضد یې شاهدي ورکوله نو زه فکر کوم عبدالطلب ښه کار وکړ چې پخپلو جرمونو یې اعتراف وکړ او د دې کار ټول امتیاز یې هم پخپله واخیست. "

عبدالمطلب په محکمې کې څو څو ځله احساساتې خبرې وکړلې، هغه د القاعده د شبکې سره د خپلې وفادارۍ نعرې وهلې او همدارنګه یې ادعا وکړه چې په یمن کې دیره تندلاره مذهبي مشر انور العولقي اوس هم ژوندی دی. العولقي تیره میاشت په یمن کې د امریکا په یوې هوایي حملې کې ووژل شو.

عبدالمطلب په محکمې پخپله د ځان وکالت کاوه خو د محکمې ځیني رسمي کارونه د یوه وکیل لخوا کیدل چې محکمې ورته ورکړی ؤ.

تمه کیږي چې په عبدالمطلب باندې د راتلونکي کال د جنوري په میاشت کې محکمه فیصله وکړي او د عمري قید سزا به پرې راوخیژي.

XS
SM
MD
LG