د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په تاېلنډ کې د ډیموکراسۍ اعاده غواړي


د امریکا ددفاع وزیر چک هیگل د جاپان ددفاع له وزیرسره د اسپايي امنیتي کنفرانس په ترڅ کې په سېنگاپور کې خبری کوي
د امریکا ددفاع وزیر چک هیگل د جاپان ددفاع له وزیرسره د اسپايي امنیتي کنفرانس په ترڅ کې په سېنگاپور کې خبری کوي
د امریکا ددفاع وزیر چک هېگل د تاېلند د کودتا له مشرانو نه وغوښتل چې توقیف شوي کسان خوشې کړي او ژر تر ژره عمومي انتخابات وکړي.

ښاغلي هېگل په سینگاپورکې دا خبره وروسته له هغه وکړه چې د تاېلنډ د کودتا مشر جنرال پرېووت چن اوچا وویل چی ېوکال وخت په کاردی چې تاېلنډ بېرته ملکي حالت ته راستون شي.

ښاغلی هېگل د اسیايي امنیتي کنفرانس په ترڅ کې نن د شنبی په ورځ ( مۍ
۳۱) ووېل
«موږ د تاېلنډ شاهي ځواکونه هڅوو چې توقیف شوي کسان خوشی کړي؛ د بیان پر آزادۍ بندیزونه لېرې کړي او سم دلاسه د تاېلنډ خلکو ته دآزادو اومنصفانه انتخاباتو له لارې واک انتقال کړي.»


ښاغلي هېگل د امنېتی کنفرانس استاځېو ته د شنگریلا په مذاکراتو کې وویل چی امریکا له تاېلند سره خپلې اوږدمهاله نظامي اړېکې شلولی دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیمه لیکه

ښاغلي هېگل د امنېتی کنفرانس استاځېو ته د شنگریلا په مذاکراتو کې وویل چی امریکا له تاېلند سره خپلې اوږدمهاله نظامي اړېکې شلولی دي.
د تاېلند د پوځي کودېتا مشر جنرال اوچا
د تاېلند د پوځي کودېتا مشر جنرال اوچا
د تاېلند دکودتا مشر جنرال پرېووت چن اوچا د جمعی په ورځ په تلوېزېوني خبرو کې وویل له انتخاباتونه مخکی به د پخلاېنی اوسېاسي اصلاحاتو په راوستلو باندې ېو کال وخت ولگېږي.

هغه وویل «ېوه قانوني شوری به ددې لپاره تاسیس شي چې صدراعظم وټاکي، موقتي کابینه جوړه کړي او د حکومت او نوی اساسي قانون دمسودې د چمتو کولو څارنه وکړي. ېوه اصلاحي شوری هم جوړه کړي چې هغه ټول اصلاحات راولي چې ټولنه ېې غواړي او سیاسي ډلو ته دمنلو وړوي. تمه ده چې په دې ټولو کارونو باندې به ېوکال وخت ولگېږي

جنرال اوچا مظآهره چېانو ته خبرداری ورکړ چې د نظآمی کودېتا خلاف مظآهرې بندې کړي، ځکه داشخړې به د ملکي حآلت د بیرته اعاده کولو بهیرسوکه کړي.
امنیتي تحلیل گر پانیتن واتنېاگورن وايي که چېرې پوځ سوله او امن تامین کړی شي، نو سیاسي اصلاحات به ډېر ژر راشي «ېوشمېر سېاسي ستونزې به په ډېرې اسانۍ سره اوارې شي، که چېرې پوځ روانې ناکرارۍ کنترول کړی شي. تردې وروسته بېا پوځ دېوه نوي اساسي قانون اوملي اصلاحاتو لپاره په ېوه لاره غورکولی شي؛ نوی حکومت جوړولی سي او نوی صدراعظم ټاکلی شي
جین سکي د امریکا دبهرنېو چارو د وزارت وېانده
جین سکي د امریکا دبهرنېو چارو د وزارت وېانده
د تایلند نظامي واکدارانو مظاهرې غېرقانوني اعلان کړې دي. په دې لړ کې ېې د حکومت ډېر چارواکي، سیاستوال، او دکودېتامخالفین نیولی دي.

په دې لړکې ېوشمېرکسان په دې شرط خوشی شول چې په اېنده کې به له مظاهرو نه ډډه وکړي خوېوشمېر نوربه له قانوني چلند سره مخامخ شي.

په واشنگټن کې د امریکا دبهرنېو چارو د وزارت وېاندې آغلې جینسکي وویل امرېکا په تایلند کې دانتخاباتو د ځنډولو لپاره کوم مشروع دلیل نه ویني.

د تایلند خلک په ټولیز ډول د پخواني صدراعظم تکسین شېنواتراد پلوېانو او مخالفینو ترمنځ وېشل شویدي. تکسین شینواترا په 2006 کې له قدرت نه وغورزول سو او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG