د لاس رسي وړ اتصالات

دپنجشنبې په ورځ په ټوله امریکا کې د تینکس ګیونګ یا شکرانې د ادا کولو ورځ ولمانځل شول او عمومي رخصتي وه.

که څه هم چی د ژمي موسم دی، هوا ډیره سړه ده او پرون په واشنګټن او شاوخوا سیمو ډیر سخت باران اوریدی، امریکایانو نورو ښارونو ته سفرونه کړي دي.د نیویارک په ښار کې خلک په دې ورځ په یوه غټ عنعنوي رسم گذشت کې ګډون کوي.

دغه رسم گذشت چې د لومړي ځل لپاره تقریبا ٨٧ کاله مخکي په دغه ښار کی شروع شوې و، اوس هرکال د شکرانې د ادا کولو د رسم گذشت په نامه په همدې ورځ اجرا کېږي.

په نیویارک کې اسمان وریځ دی خو بیا هم په رسم گذ شت کې د شاملو خلکو روحیه لوړه معلومېده. د هیلري باربر په نامه یوې ښځې چې په نوموړي جشن کې د ګډون لپاره راغلې وه، امریکا غږ ته یې داسي وویل ،، په یوه ټکسي موټر کې مي سفر کاوه او ومي لیدل چې د موسم د پیژندنې اداری نن دخراب موسم اټکل کوی نو په زړه کې می لږ تشویش راپیدا سو. خو بیا هم ورځم او په رسم گذشت کې ګډون کوم.،،

په نیویارک کې د شکرانی د ادا کولو د ورځې جشن په تیرو ډیرو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په ١٩٧١ میلادي کال کی وځنډول شو ځکه چې موسم دحد نه زیات خراب و او ډیرې واوری اوریدلي وې. د هغه وخت راهیسي تر اوس پوري هیڅ وخت دا جشن نه دی ځنډیدلی.
XS
SM
MD
LG