د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یوه پیاوړي طوپان خلګو ته مرګ ژوبله اړولې


پرون دآمریکې په څو جنوبي او مرکزي ایالتونو کې د یو ډیر پیاوړي وچ طوپان له امله ١٢ تنه مړه او تقریبا ٣٠٠ کورونه وران شوي دي.

دغه وژونکي ټورنیډو یا وچ طوپان د الینو ایالت په هریسبرگ نومي ښارگوټي کی ٦ کسان ووژل او سل کورونه یې ویجاړ کړل.

ددې نه علاوه د میزوري په ایالت کی یې هم ٣ کسان مړه کړل او د براډ سن په نوم د موسېقۍ او هنري پروگرامونو مشهور ښار گوټی یې ډېر سخت خراب کړ. په دغه تفریحي ځای کې ٣٧ کسان زخمیان شوي دي. یادشوي طوپان څو تیاتورونه، هوټلونه او تفریحي ځایونه هم خراب کړل. پروني طوپان دآمریکې په جنوب ختیځ ایالت ټینیسي کې هم ٣ تنه ووژل.دا ویره شته چی د تلفاتو شمیره به نوره هم لوړه شي.

XS
SM
MD
LG