د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: امریکا باید اسیا ته د اروپا په شان وګوري


کلینټن: امریکا باید اسیا ته د اروپا په شان وګوري

کلینټن: امریکا باید اسیا ته د اروپا په شان وګوري

د امریکا د باندینو چارو وزیره هیلیري کلینټن وايي چې امریکا ته په کار ده چې اقتصادي مسایل د خپلې بهرنۍ پالیسې یوه مهمه برخه وګرځوي او د اسیايي هیوادونو سره دي نورې هم اړیکې پراخې او ټینګې کړي.

په یوې وینا کې چې میرمن کلینټن به یې په نیویارک کې په یوې اقتصادي غونډې کې وکړي، کلینټن به د امریکا د سوداګرۍ مشرانو ته دا ووايي چې امریکا د یوې داسي نړۍ سره اوس مخامخ ده چیري چې قدرت پوځي قوت نه بلکې اقتصادي قوت تعیینوي.

ټاکل شوې چې میرمن کلینټن به غونډې ته دا ووايي چې امریکا ته په کار ده چې د اروپايي اتحاد په شان د اسیا سره هم غېښتلې اړیکې ټینګې کړي.

د میرمن کلینټن وینا په داسي حال کې کیږي چې د امریکا د تجارت د وزارت د جمعې د ورځې ریپوټ ښيي چې د امریکا د پلورلو مارکیټ د سپټمبر په میاشت کې ۱، ۱ فیصده لوړ شوی دی. دا په تیرو ۷ میاشتو کې تر ټولو غټ زیاتوالی دی. د لوړوالي لامل تر زیاته بریده د موټرو ډیره خرڅلا ده.

د ټرانسپورټي مارکیټ نه پرته په نورو برخو کې د یوه فیصد شپږمه حصه زیاتوالی راغلی دی.

د اقتصادي چارو ماهرین په امریکا کې د پلورلو او رانیولو مارکیټ ارزیابي کوي ځکه د امریکا اقتصاد ۷۰ په سلو کې د مشتریانو پر لګښت او اقتصادي فعالیتونو باندي تکیه کوي.

XS
SM
MD
LG