د لاس رسي وړ اتصالات

په کانگرس کې د سوداگریزو معاملو د جنجالي قانون تصویب


مېچ مکانال: ډېر خوښ یم چې د یوویشتیم پېړۍ د اقتصاد لپاره یوه عادلانه لاره وموندل شوه
مېچ مکانال: ډېر خوښ یم چې د یوویشتیم پېړۍ د اقتصاد لپاره یوه عادلانه لاره وموندل شوه

د متحده ایالتونو کانگرس چې واک یې د اکثریتو جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی، د سوداگریزو معاملو په ډگر کې یو مهم قانون تصویب کړ.

دا قانون چې د نړېوالو سوداگریزو معاملو د حل او فصل او پرېکړې کولو په برخه کې د متحده ایالتونو جمهور رئیس ته لا زیات صلاحیت ورکوي، د سنامجلس له لورې د ٦٠ موافقو او ٣٨ مخالفو رایو په ورکولو سره تصویب شو. ټاکل شوې ده چې د توشیح لپاره سپینې ماڼۍ ته ولیږل شي.

جمهور رئیس اوباما له ډېرې مودې راهیسې د دې قانون د تصویب غوښتونکی و خو د کانگرس زیاتره دموکرات غړي د دې کار کلک مخالفت کاو.

دا قانون په کانگرس کې د دموکرات غړو ترمنځ له ډېرو بحثونو وروسته تصویب شو. دموکراتان پدې باور وو چې گواکي د دې قانون پر اساس به زیاتره امریکایان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د متحده ایالتونو حکومت د یوې داسې چټکې حل لارې په لټه کې و چې وشي کړای د هغې پر اساس د ترنس پسفک د نړېوال سوداگریز تړون د مذاکراتو لړۍ پایته ورسوي.

د ترنس پسفک په تړون کې د جاپان په گډون د ارام سمندر د دواړو خواوو دوولس هېوادونه شامل دي.

د جاپان صدراعظم شېنزو آبې د دې قانون د تصویب هرکلی کړی او دا کار یې د پرمختگ لپاره یو مهم گام بللی دی.

د کانگرس په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر مېچ مکانال هم دا قانون یې د امریکایي کارگرانو او تولیداتو لپاره یوه ستره بریا بللې ده او ویلي دي چې پدې ډېر خوښ دی چې د یوویشتیم پېړۍ د اقتصاد لپاره یوه عادلانه لاره وموندل شوه.

XS
SM
MD
LG