د لاس رسي وړ اتصالات

په بګرام کې د وژل شوو امریکایي پوځيانو هویت څرګند شو


د بګرام ځانمرګی برید په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان په امریکايي ځواکونو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
د بګرام ځانمرګی برید په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان په امریکايي ځواکونو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د کابل په بګرام کې د دوشنبې په ورځ د طالبانو په ځانمرګي برید کې د شپږو وژل شویو امریکايي سرتېرو هویت په ډاګه شو.

په دوی کې څلور د امریکا د هوايي ځواکونو د ځانګړو پلټنو او دوه نور يې د هوايي ځواکونو د ملي ګارد غړي دي.

په وژل شویو کې یوه همجنسبازه عسکره هم شامله ده چې جګړنه وه او ادریانا وردیربرګن نومېدله.

دا د هغې امنیتي ګزمې مشره وه چې د دوشنبې په ورځ پر یو موټر سایکل سپورطالب ځانمرګي پرې برید وکړ.

۳۶ کلنې وردیربرګن د هوايي ځواکونو د ځانګړو تحقیقاتو په څانګې کې کار کاوه، د امریکا د هوايي ځواکونو ویانده لیندا کارډ وایي دا د یادې شوې څانګې لومړنۍ سرتېرې ده چې د دندې پر مهال وژل کیږي.

تېرکال ولسمشر اوباما یو فرمان صادر کړ چې له مخې يې د امریکا د پوځ په لیکو کې شاملېدونکي همجنسبازان د خپلو شخصي رابطو او نورو مسایلو په اړه نه پوښتل کیږي او نه هم اړ دي چې معلومات ورکړي. دغه فرمان "don't ask, don't tell" یانې مه پوښته او مه يې وایه نومیږي.

په نورو وژل شویو امریکایانو کې د هوايي ځواکونو د ملي ګارد ۴۵ کلن خورد ضابط جوزیف لیم او د همدغه کارد بل ۳۱ خورد ظابط لویز بوناکاسا وو.

پاتې درې نور خورد ظابطان ۲۸ میکایل سینکو، ۳۰ کلن پېټر تایب، او ۳۰ کلن چېسټر مګبریټ دي چې له وردیربرګن سره يې په یوې برخې کې کار کاوه.

د دوشنبې ځانمرګی برید په ۲۰۱۵ کال کې پر امریکايي ځواکونو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

بګرام د کابل په شاوخوا ۴۰ کیلو مېترۍ دی او په افغانستان کې د پاتې ۹۸۰۰۰ امریکايي ځواکونو یوه مهمه اډه بلل کیږي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهېسې شاوخوا ۲۳۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG