د لاس رسي وړ اتصالات

د ناوړه چلند په اړه عسکرو ته د لیون پنیتا خبرداری


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا امریکایي عسکرو ته خبرداری ورکړ چې د هغوي لخوا د ناوړه چلند یوه وړه پیښه هم د ورځپاڼو لپاره غټ خبر کیدی شي او ناوړه چلند د همدغو پیښو نه په ګټې اخیستلو سره، یاغیان د خپلې جګړې لپاره ډیره ګټه اخیستې شي.

د دفاع وزیر لیون پنیتا چې پرون د جمعې په ورځ یې د جورجیا په ایالت کې د بیننګ په پوځي اډې کې عسکرو ته وینا کوله، په شخصي ډول یې د هغوي نه وغوښتل چې د پوځ د ارزښتونو درناوی دې وکړي. پخپله پنیتا په همدې پوځې اډې کې پوره پنځوس کاله وړاندې پوځي خوردضابط ؤ.

" پدې ورځو کې یو عکس هم کیدی شي چې یوزاې په څو ثانیو کې د نړیوالو ورځپاڼو لپاره یو غټ خبر شي. او د ورځپاڼو همدغه خبر زمونږ په هغو ماموریتونو باندې اغیزه لري چې مونږ یې په بیلا بیلو ځایونو کې ترسره کوو. د ورځپاڼو همدغه خبر ستاسو ملګرو ته خطر پیدا کوي، ستاسو موارل کمزوری کوي، په نړۍ کې زمونږ دریز هم خرابوي او بله دا چې د مرګ خطر هم پکې شته دی. "

د امریکا پوځي مشران کوښښ کوي چې د پوځي قوماندانو سره پخپلو تازه لیدنو کتنو کې هغه اندیښنې وڅیړي چې مخ په زیاتیدو دي. او پدې ورسره غږیږي چې دغه اندیښنې به څومره اغیزې ولري. د بګرام په هوایي ډګر د قرانکریم د نسخو په غیري عمدي ډول د سوځولو پیښه، د امریکا د سمندري قواوو د هغو عسکرو عکس چې لیدل کې د وژل شویو طالبانو په مړیو باندې تشې بولې کوي او په یوه بل عکس کې چې امریکایي عسکر د یوه ځانمرګي د پښې سره اخیستې دی، دا ټول هغه څه دي چې د پوځي مشرانو ورته بیخي زیاته پاملرنه کوي او کوښښ کوي چې د قوماندانو سره د دا شان کارونو د مخنیوي په خاطر سلا مشورې وکړي.

دا لا نده څرګنده چې د پوځي مشرانو دا ډول غوښتنې به د امریکا په پوځ کې دننه څه ډول عکس العمل ولري او آیا دا چې پداسې یوه ځوان پوځ باندې به اغیزه وکړي او که نه چې دا 11 کاله کیږي په دوامداره توګه په جګړه کې ښکیل دی.

دا لومړی ځل دی چې د دفاع وزیر لیون پنیتا په شخصي ډول د پوځیانو نه غواړي چې د پوځي ارزښتونو درناوی دې وکړي، د امریکا د پوځ او سمندري قول اردو قوماندانو هم په شخصي مجلسونو کې د صاحب منصبانو نه غوښتلې دي چې د عسکرو تر منځ دې پدې موضوع باندې کار وکړي.

لیون پنیتا د جمعې په ورځ پدې خبرې ټینګار وکړ چې د امریکا د وسله والو ځواکونو ډیره کمه فیصدي یې د ناړه چلند په پیښو کې ککړ دي او بله دا چې هیڅوک هم دا شان په قصدي توګه داسې کار نکوي چې خپل ملګري په خطر کې واچوي او یا خپل ماموریت ته زیان ورسوي.

" د ځینو عسکرو دا ډول چلند زما لپاره د اندیښنې وړ ده، دا ستاسو لپاره او زمونږ د قوماندانو لپاره هم د اندیښنې وړ ده ځکه یوازې څو کسان چې سم قضاوت نشي کولی، سمه مشري نشي کولی او د خپل مسلک نه پوره خبر نه وي، داسې کار کوي چې تاوان یې مونږ او تاسو ټولو ته رسیږي.

د امریکا پوځي مشران دا خبره مني چې د ځوانو او د لږې تجربې لرونکي صاحب منصبان کیدی شي چې د دا ډول ستونزو د راپیدا کیدو سبب شي ځکه چې هغوي په عراق او افغانستان کې د جګړو زور لیدلی دی.

د پوځ جګپوړه مشران د ډير پخوا نه دا خبر کوي چې د عسکرو د ناوړه چلند له وجې کله نا کله عسکر دیته مجبوره کیږي، چې ځان ووژني، په کورنۍ کې چا ته تاوان ورسوي او یا نورې ستونزې پیدا کړي.

یاغیانو هم د عسکرو د دا ډول ناوړه چلند نه ښه ګټه اخیستې ده او تشدد ته یې خلک هڅولي دي. د همدغو پیښو له وجې د امریکا هغو هڅو ته تاوان رسیدلی چې غواړي د افغانستان دولس ملاتړ تر لاسه کړي چې د تروریزم سره په جګړې کې ډیر مهم ګڼل کیږي.

د عسکرو د دې ناوړه چلند له سببه د خلکو تر منځ هغه مفکوره نوره هم قوي شویده چې د امریکا عسکرو ښکیلاک ګر ، دښمن او داسې کسان ګني چې د هغو خلکو مذهب او کلتور نه پیژني چې دوي یې د ساتلو لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG