د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي - د پنټاګون چارواکی


ارشیف: د ۲۰۱۷ کال د عراق په انبار ولایت کې د عین الاسد پوځي اډه
ارشیف: د ۲۰۱۷ کال د عراق په انبار ولایت کې د عین الاسد پوځي اډه

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) وویل چې د عراق د لویدیځ په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي دي.

د څه باندې دوو میاشتو د پاره د ډول بریدونو په ټپه درېدو وروسته، دا په یوه اونۍ کې دوهم ځل دی چې په عراق کې د وسله والو له خوا امریکايي ځواکونه په نښه کیږي.

د عراق امنیتي ځواکونو د روانې اونۍ په پیل کې خبر ورکړ چې د دې هیواد د شمال څخه په سوریه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په اډې توغندي وار شوي دي.

د اکتوبر د میاشتې راهیسې په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو باندې ګڼ شمېر بریدونه شوي دي. خو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو دغه بریدونه او ځوابي اقدامات د فبروري په میاشت کې وروسته له هغه په ټپه ودرېدل چې امریکا د ایران سره په تړلیو هدفونو باندې درنې بمبارۍ وکړې.

د پنټاګون چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "پرون د الاسد پر اډې برید شوی دی. د فبرورۍ د څلورمې راوروسته دا دوهم برید دی."

دغه چارواکي د برید د نوعیت په اړه جزیات ورنکړل خو ویې ویل چې له کبله یې مرګ ژوبله نده پېښه شوې.

په اکتوبر کې، د اسرائیل او حماس ډلې ترمنخ د جګړې د پیل کېدو راهیسې، په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو باندې د شاوخوا ۱۶۵ بریدونو خبر ورکړل شوی دی. به دغو بریدونو کې یو شمېر عسکر ژوبل شوي خو مړینه نده رامنځته شوې.

خو د جنورۍ د میاشتې په پای کې په اردن کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې درې امریکايي پوځيان ووژل شول او په غبرګون کې یې امریکا په عراق او سوریه کې د ایران سره په تړلیو لسګونو هدفونو باندې هوايي بریدونه وکړل. د امریکايي ځواکونو د بمباریو په نتیجه کې پر دغو ځواکونو باندې په منځني ختیځ کې بریدونه د تیرو څه باندې دوو میاشتو دپاره په پټه درېدلي وو.

د اکثرو دغو بریدونو پړه په عراق کې د اسلامي مقاومت ډلې په غاړه اخیستې ده کوم چې د ایران ملاتړ لرونکو هغو ډلو سره تړلې بلل شوې چې له اسرائیل څخه د امریکا پر ملاتړ په قهر دي.

په روانه اونۍ کې د ترسره شویو دوو بریدونو پړه تراوسه کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG