د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د مهاجرت د فرمان د تطبیق لپاره به "تر سترې محکمې" لاړ شو


د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې دغه بندیز یې د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره لگولی
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې دغه بندیز یې د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره لگولی

د هاوایي ایالت د فدرالي محکمې قاضي ډیرک واټسن د مهاجرت په اړوند د ښاغلي ټرمپ د دوهم فرمان مخه ډب کړه، خو د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې ددې فرمان د پلي کولو لپاره به تر سترې محکمې پورې مبارزه وکړي.

د چهار شنبې په ورځ د امریکا د هاوایي د ایالت یو فیډرالي قاضي امریکا ته د سفر کولو د بندیزونو په اړوند د ولسمشر ټرمپ د نوي اجرائیوي فرمان مخه ډب کړې ده.

د فیډرالي محکمې قاضي ډیرک واټسن د ښاغلي ټرمپ اجرائیوي فرمان په عاجل ډول ځنډولی چې امریکا ته یې د شپږو ملکونو د اتباعو په راتگ ٩٠ ورځې بندیز لگولی وو.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په نوي اصلاح شوي اجرایي فرمان کې د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن وگړو ته د امریکا د ویزې ورکړه په موقتي توگه بنده شوې ده.​

د هاوایي ایالت قاضي واټسن ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ دغه اجرائیوي فرمان د امریکا د اساسي قانون نه سرغړونه ده. هغه دا هم ویلي چې د هاوایي ایالت دغه ادعا به سمه ثابته شي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې دغه بندیز یې د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره لگولی.

جمهور رئیس ټرمپ ددې قاضي د پریکړې په غبرگون کې ویلي چې د فدرالي محکمې د قاضي ددې حکم د بدلون لپاره به سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

ښاغلي ټرمپ د تنیسي ایالت په نشویل ښار کې خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وویل چې د قاضي دغه حکم ددې سبب کیږي چې امریکا کمزورې وبریښي.

تر اوسه د امریکا د متحده ایالاتو وزارتونو د قاضي د حکم په اړه غبرگون نه دی ښودلی.

جمهوري غوښتونکي وایي چې د ښاغلي ټرمپ دغه اجرایي فرمانونه د ملي امنیت د ټینگښت لپاره دي، خو دموکراتان هغه د اساسي قانون خلاف او له توپیره ډک گڼي.

د هاوایي ایالت برسیره د واشنگټن او مریلند ایالتونو هم د ښاغلي ټرمپ د اجرایي فرمان په ضد شکایتونه لري. د رپوټونو له مخې د مریلند په ایالت کې د فدرالي محکمې قاضي هم د ښاغلي ټرمپ ددغه نوي فرمان تعلیق غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG