د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ د بندیزونو له امله اندېښنه نه لري


د افغانستان حکومت د مهاجرت په اړه د جمهور رئیس ټرمپ پریکړه د هغه هېواد داخلي تګلاره بولي
د افغانستان حکومت د مهاجرت په اړه د جمهور رئیس ټرمپ پریکړه د هغه هېواد داخلي تګلاره بولي

په پام کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د سوریې او عراق په ګډون د منځني ختیځ او افریقا د شپږو هېوادونو د اتباعو لخوا د امریکا ویزې پر اخیستلو موقتي بندیز ولګوي.

باخبره سرچینې وایې چې جمهور رئیس ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ [د جنورۍ ۲۵]د مهاجرت په اړه څو مهم فرمانونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند، هارون چخانسوري کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې نه دی شامل چې امریکا پرې د ویزې محدودیتونه لګوي.

ښاغلي چخانسوري پدې اړه وویل "د مهاجرت په اړه د جمهور رئیس ټرمپ پریکړه د هغه هېواد [امریکا] داخلي تګلاره ده."

په اوس وخت کې امریکا افغانانو ته د مهاجرت، سوداګرۍ ، لنډې مودې د سفر او د ګرین کارت د لاترۍ د ویزو د صادرولو ترڅنګ هغو شمیر افغانانو ته چې په افغانستان کې یې امریکایي ځواکونو سره کار کړی د مهاجرت د ځانګړي پروګرام له لارې چې د "ایس، آی، وي" په نوم یادیږي هم ویزې ورکوي.

امریکا ته د یو شمیر مسلمانو هیوادونو د اوسیدونکو د سفر پر ویزو د امریکا د جمهور رئیس د موقتي محدودیتونو پریکړې ځینې هغه افغانان هم اندیښمن کړي چې د امریکا ویزې ترلاسه کولو ته یا په تمه دي او یا یې هم ویزه ترلاسه کړې، خو لا یې دغه هیواد ته سفر نه دی کړی.

جمهور رئیس ټرمپ تیره ورځ یو ټوئيټ کې چهارشنبه یوه "لویه ورځ" بللې او لیکلي دي چې "د ملي امنیت په اړه مهم کارونه پلان شوي دي. د نورو شیانو ترڅنګ به موږ دیوال هم جوړ کړو."

جمهور رئیس ټرمپ په پام کې لري چې نن داسې احکام صادر کړي چې له مخې به یې امریکا ته د پناه غوښتونکو پر راتګ یو لړ محدودیتونه ولګول شي او دارنګه به د ایران، عراق، لېبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن هېوادونو اتباع د لنډې مودې لپاره ونشي کړای چې د امریکا ویزه ترلاسه کړي.

ټرمپ په پام کې لري چې د امریکا د سرحداتو د خوندیتوب لپاره له مکسیکو سره په سرحد کې دیوال جوړ کړي او ورسره په امریکا کې غیر قانوني کډوال بیرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

امریکا ته د مسمانانو پر راتګ د بندیزونو لګول د ټرمپ د انتخاباتي مبارزو یو شعار و. هغه ویلي و چې دا چاره کولی شي امریکا له بریدونو په امان کې وساتي.

XS
SM
MD
LG