د لاس رسي وړ اتصالات

ډونالډ ټرمپ لوړه وکړه او د امریکا نوی ولسمشر شو


ټرمپ وویل نن له واشنګټن څخه د امریکا ولس ته واک انتقال شو
ټرمپ وویل نن له واشنګټن څخه د امریکا ولس ته واک انتقال شو

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دامریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

هغه وویل چې نن له واشنګټن ډي سي څخه د امریکا ولس ته واک انتقال شو.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له دې وروسته به هره پرېکړه د نوي لیدلوري په اساس کیږي او په هرې پرېکړې کې به امریکا او د امریکا ګټې لومړۍ وي.

هغه د لوړې په مراسمو کې وویل چې په امریکا کې به پرمختګ روان وساتي. هغه وویل "موږ به له ازماېښتونو سره مخامخ شو. موږ به له سختیو سره مخامخ شو خو خپله دنده به سر ته رسوي ".

هغه په زغرده وویل چې "له نن څخه وروسته به نوی لیدلوری زموږ په خاوره حکومت کوي. له نن څخه وروسته به تر هر څه مخکې امریکا وي".

ښاغلي ټرمپ دا خبره هم وکړه چې هغه ته د واک انتقال، یوازې له یو کس څخه بل ته د قدرت انتقال نه دی، بلکې له واشنګټن ډي سي "څخه قدرت د امریکا ټول ولس ته انتقال شو.

هغه وویل چې له ډېر وخت نه یوې کوچنۍ ډلې د امریکا ګټې وزبېښلې او خلکو یې پور پرې کړ "واشنګټن ښه شو خو خلکو ته یې ګټه" ونه رسېدله.

ښاغلي ټرمپ د لوړې په مراسمو کې په وار وار پر ځینو امریکايي سیاستوالو انتقادونه وکړل چې د هېواد لپاره یې ښه اقتصادي پلانونه نه وو جوړ کړي.

هغه همدغه راز وویل چې سیاستوالو یوازې ځانونه وساتل او خلک یې هېر کړل او په خبره یې د سیاستوالو بری د امریکایانو بری نه و.

هغه وايي "سیاستوالو به په پلازمینه کې د بري جشنونونه نمانځل خو په لېرو پرتو سیمو کې به خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو ".

هغه په خپلو خبرو کې ولسمشر اوباما او د هغه ټیم هم وستایه چې د واک د انتقال چارې يې په ښه ډول تنظمیمې کړې.

د لوړې مراسمو ته سلګونه زره خلک راغلي وو او د واشنګټن ډي سي په ښار کې کلک امنیتي تدابېر نیول شوي وو. دا مراسم د امریکا د کانګرس د ودانۍ مخې ته وشول.

ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر دی. هغه د متحدو ایالتونو د قاضی القضات په لاس قسم وکړچې د امریکا به ساتي او امریکایانو ته به خدمت کوي.

ښاغلي ټرمپ خپلې خبرې په دې ټکو ختمې کړې " له تاسو مننه. الله دې پر تاسو رحم وکړي او الله دې پر امریکا رحم وکړي ".

XS
SM
MD
LG