د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترکیې نه په داعش هوایي بریدونه پیل کړل


د امریکا د دفاع وزارت چی امریکایي الوتکو د لومړي ځل لپاره د ترکیې له یوې هوایي اډې نه په سوریې کې د اسلامی دولت پرهدفونو بمباري کړیده.

امریکایي چارواکو ددې خبرې تصدیق وکړ چی د چارشنبې په ورځ لومړۍ هوایي حمله یوې ډورن الوتکې وکړه.

ددې نه وړاندې د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي و چېپه سوریې کې د داعش پرخلاف د پلان شویوعملیاتو د پېل کیدو نه مخکې، د ترکیې په جنوب کی یوې هوایي اډې ته د امریکایی الوتکو راتگ سلسله د سی شنبی په ورځ پېل شوه.

ښاغلي اوغلو نن وویل چې ترکیه اومتحده ایالات به د هغه په قول د اسلامي دولت د ډلی پرضد " پراخه جگړه پېل کړي" ترڅو چی په سوریه کی د میانه رو مخالفانو لپاره یوه مصؤنه سیمه جوړه شي.

د ترکیې خارجه وزیر په مالیزیا کې په یوې سیمه ایزې غونډې کې د گډون په ضمن کی د متحده اېالاتو د خارجه وزیر جان کیريسرهلهملاقات وروسته خبرې کولې. دواړو په سوریه کې دروانې امنیتي وضعې په اړه خبرې وکړلې.

جان کیري د روسیی دخارجه وزیر سرگي لاوزوف سره هم ملاقات وکړ.

لاورف خبرېالانو ته وویل چې متحده ایالات او روسیه دواړه په عراق او سوریه کې داعش په خلاف د جنگ د شروع کولو په اړه هم نظري دي او یو له بل سره به همکاري وکړي.

د ترکیې حکومت تیره میاشت متحده ایالاتو ته اجازه ورکړه چې د ائنجرلیک له هوایي اډې نه په سوریه کی د داعش پرضد دعلیاتو لپاره استفاده وکړي.

خو امریکایی ماموران وایی چی د سوریی په شمال کی بی طرفه سیمه چی ١٠٠ کیلومټره به اوږده وي، د اسلامی دولت د ډلی نه د پاکولو لپاره جوړیږي،اود ترکیی د غوښتنی باوجود به د رژیم د جنگی الوتکو د پرواز ممنوعه سیمه نه وي.

XS
SM
MD
LG