د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش ضد نړیوال ائتلاف لپاره هڅې گړندۍ کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې ترکیې ته رسیدلی چې د اسلامي دولت د ډلي په خلاف د یو نړیوال ائتلاف د جوړولو په هکله د هغه هیواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه په ترکیه کې د خبرو اترو په وخت د سوریې په روانو جگړو کې د ځپل شویو لپاره د ٥٠٠ میلیونو ډالرو بشري مرستې اعلان هم وکړ.

د امریکا دغی مرسته به په سوریې کې دننه او په گاونډیو هیوادونو ترکیې، اردن، عراق، لبنان، او مصر کې د دریو ملیونو سوریایی مهاجرو ته ورکړل شي.

د امریکا دغه مرستې چې د ملگرو ملتونو په وسیله به اړو خلکو ته ورسیږي، زیاتره برخه به یې چې ٢۴٠ میلیونه ډالره دي، په سورېې کې دننه مصرفیږي.

په دغو کې به سل میلیونه په لبنان کې، ٥٦ میلیونه په ارودن کې او ۴٨ میلیونه به یې په ترکیې کې سوریایی مهاجرو ته مختص شي او همداشان له دغو مرستو څخه به ٣٠ میلیونه ډالره عراق او ١٥ میلیونه مصر ته هم ورکړل شي.

د هغه وخت راهیسي چې په سوریې کې شخړي پیل شویدي، ددې هیواد نیماي وگړي په خپل هیواد کې دننه او یا هم گاونډيو هیوادونو ته کډه شوي دي.

د ٢٠١١ کال نه را پدیخوا امریکا د سوریې د حکومت د مخالفینو او بشري چارو لپاره شا او خوا د ٢.٩ میلیادره ډالره مرستي کړیدي.

ترکیه د اسلامي خلافت یا د آی ایس آی ایس ډلی سره مخالف کوي او خو څو ځل یې ویلي دي چې عراق او سوریې ته بهرني جهادیان ورځي چې ددغي ډلي سره یوځاي شی.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر به ترکیې ته د خپل سفر په وخت کې د ترکیې د بهرنو چارو د وزیر میولوت کاواسوگلو سره هم ملاقات وکړي.

د یادوني وړ ده چې د پنج شنبې په ورځی دغو دواړو په سعودی عربستان کې هم سره کتلي وو. هلته دوي د نورو عربي هیوادونو د مشرانو سره یو ځاي د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د نړیوال ائتلاف د جوړولو په هکله خبرې وکړې.

د ترکیې حکومت په دغه ائتلاف کې برخي اخیستو نه انکار کړیدی خو وایي چې د اسلامي دولت د ډلې او د هغوي د کرکجنې ایډیالوژۍ خلاف به یې ملگرتیا وکړي او ددې برسیره به په پوځي کمپاین کې هم برخه واخلي.

ترکیه د سوریې سره اوږده پوله لري او د دغي پولې د لاری ډیر جهادیان د نورو هیوادونو نه سوریې ته اوړیدلي دي.

په سعودي عربستان کې د ترکیې چارواکو ویلي چې هغوي شا او خوا زر تنه د ترکیې نه ایستلي دي او شپږو زرو کسانو ته یې ترکیې ته د راتگ اجازه نده ورکړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کېري د امریکا غږ سره په یوې مرکی کې ویلي چې ترکیه دا مسله ډیره جدي گڼي

ښاغلی کېري وایي " د ترکیې د لارې ډیر جنگیالي سوریې ته اوړیدلي دي. په دی وجه د ترکیې سره په دی موضوع خبري ډیري مهمي دي چې ترکیه په دی هکله کوم رول لوبولې شي. خو دا څرگنده خبره ده چې ترکیه هم ځیني مجبورۍ او محدودیتونه لري او مونږ هغي ته پاملرنه کوو. ځکه مونږ د ترکیې د مشرانو سره کینو چې د حل په لارو چارو غور وکړ."

په دغو جدي مسایلو کې یوه د هغه ترکانو مسله ده چې د اسلامي دولت ډلي په سوریې کې نیولی دي. په دی برسیره ترکیې ته د کردانو مسله هم مهمه ده.

ښاغلی کېري وایي چې د شا او خوا ۴٠ هیوادونو په ائتلاف کې به هر یو هیواد په خپله طریقه مرسته وکړي "ځیني هیوادونه به د اسلامي دولت ډلي ته د پیسو د تگ مخه نیسي. ځیني به د وسلو مخه ونیسي، ځیني به بیا د جنگیالو د ورتگ مخه نیسي، مونږ به دغهټولو ته ضرورت ولرو چې د اسلامي ډلي د مظالمو مخه ونیسو"

د امریکا د بهرنوچارو وزیر به د ترکیې نه وروسته به مصر ته ولاړ شی. هلته به هغه د اسلامي دولت د ډلی سره د جگړې په هکله او په غزي کې د اسرائیل او حماس ترمنځه د اوربند په موضوع خبري وکړي.

رپوټ: د امریکا غږ د خبریال سکات ستیرنز

‏ژباړونکې: نزرانه یوسفزۍ

XS
SM
MD
LG