د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسيې اوکراین ته وسلې استولي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ژین ساکي
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ژین ساکي

امریکاویلي دي چې روسیې زیاتي نظامي وسلې او تجهیزات په ختیځ یوکراین کې د روسیې طرفدارو بېلتون غوښتونکو ته په داسي حال کې استوي چې د اوربند د نافذیدو وروستی مهلت رسیدو ته نژدې شوی دی.

په ختیځ یوکراین کې پرون د جمعې په ورځ هم د یوکراین د قواو او د روسیې د طرفدارو یاغیانو تر منځ جگړې په خاصه توگه د ( دیبالت سېف) د مهمي ستراتیژیکي سیمي په شا وخواکې رواني وې. او لږترلږه ٢٦ کسه په کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقي ( ژین ساکي) پرون د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې« موږ د تماس د کرښي په اوږدو کې او د هغې ها خوا ته چې د گڼو خلکو د هستوگني سیمي هم په کې شاملي دي د دوامدارو جگړو په اړه زیات اندېښمن یو او هغه رپوټونه هم د اندېښنې وړ دي چې وایي په تیرو څو ورځو کې د روسیې نه اضافي ټانکونه او د توغوندیو سیسټمونه د سرحد نه اوښتي دي.»

د امریکا د بهرینو چارو وزیر د خپل روسې سیال سرگې لاروف سره
د امریکا د بهرینو چارو وزیر د خپل روسې سیال سرگې لاروف سره

( ساکي) وویل چې د روسیې اردو لویه توپچي قوه او د راکټ لانچرونو زیات سیسټمونه د ( دیبالت سېف) شاوخوا ته استولي دي چې د همدغو ځایونو نه د یوکراین په ځایونو باندي ډزي کوي. هغې وویل چې امریکا خاص اطلاعات ترلاسه کړي دي. او دا یې هم وویل چې« موږ په دې باور لرو چې هغه د روسیې د اردو له خوا استول شوي دي او د بېلتون غوښتونکو وسلې نه دي. د روسیې اردو دغه راز ( دیبالت سېف) ته نژدې د هوایي دفاع سیسټمونه نصب کړي دي. او موږ په دې باور لرو چې هغه هم د روسیې د اردو سیسټمونه دي نه د بېلتون غوښتونکو.»

امریکا ویلي دي چې هغه دغه راز د دې شواهد هم لري چې د یوکراین د سرحد په اوږدو کې روسي نظامي قطعې دزیاتو نظامي موادو استولو ته ځانونه چمتو کوي چې د روسیې طرفدارو قواو ته چې په ختیځ یوکراین کې په جگړو بوخت دي ورسول شي.

روسیه له دینه انکار کوي چې دغو جگړو ته چې تر اوسه پوري لږترلږه ٥۴٠٠ کسه په کې وژل شوي دي خپل عسکر او وسلې استوي.

XS
SM
MD
LG