د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټمي پروګرام په هکله د امریکا، ملګرو ملتونو او اسرایلو ګواښونه او څرګندونې


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې د ایران سره ددغه هېواد د جنجالي اټمي پروګرام په هکله د خبرو د پاره محدود وخت موجود دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د باندنیو چارو د وزیر شهزاده سعودالفیصل سره د لیدوکاتو وروسته دغه څرګندونې کړي دي او دواړو خواوو پر دې باندي موافقه کړې چې د ایران سره به تر ابده خبرې نه کېږي.


ویل کېږي چې ښاغلی کیري به نن د دوشنبې په ورځ د فلسطین د ولسمشر محمد عباس سره هم وګوري. ټاکل شوې چې دوه اونۍ وروسته به جان کیري اسرایلو ته د ولسمشر اوباما په سفر کې ورسره مل وي.


د ښاغلي کیري د سعودي عربستان لیده کاته د باندنیو چارو د وزارت مقام ته د رسېدو وروسته، مینځني ختیځ او اروپا ته د ښاغلي کیري د لومړي سفر یوه برخه وه. هغه به سیمې ته خپل سفر د عربي اماراتو او قطر په لیدو سره پای ته ورسوي.


په قاهره کې ښاغلي کیري پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا متحده ایالات به د مصر سره سمدستي د ۱۹۰ میلیونو ډالرو مرسته وکړي چې دا مرسته به د هغو ۴۵۰ میلیونو ډالرو برخه وي چې موخه یې په مصر کې د دغه هیواد د اقتصاد پر پښو درول دي. د مصر ولسمشر محمد مورسي ډاډ ورکړ چې حکومت به یې هڅه وکړي چې په یو لړ اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو لاس پوري کړي ترڅو د منیځني ختیځ دغه ویشل شوی هېواد بیرته با ثباته سي.

ښاغلي کیري د ایران د اټمي پروګرام په هکله په داسي حال کې خبري کړي دي چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر یوکیو امانو او د اسرایلو لوړپوړو چارواکو هم د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په هکله تازه ګواښونه او څرګندونې کړي دي.


د ملګرو ملتونو د اټمي چارو د ادارې ریْس یوکیو امانو پر ایران باندي فشار زیات کړی او پر دغه هېواد یې غږ کړی دی چې د اټمي ادارې څیړونکو ته دي اجازه ورکړي چې د ایران یوه مهمه نظامي سیمه وڅاري.

ښاغلي یوکیو امانو د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د نړیوال اټمي پروګرام د ادارې په ۳۵ کسیزې سرمشریزه غونډه کې چې د ۳۵ هیوادونو استاځو په کښي ګډون کړی وو وویل چې د ایران د همکارۍ پرته یې سازمان نشي کولای چې دا نتیجه ګیري وکړي چې د ایرن اټمي پروګرام سوله ایز دی.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د سازمان مشر وویل چې د ایران سره د خبرو لړۍ باید په بیړې سره پرمخ ولاړه سي.

د اسرایلو د دفاع وزیر عیهود بارک وايي چې د ایران اټمي پروګرام یې د هېواد لپاره په مینځني ختیځ او نړۍ کې تر ټولو ستر ګواښ دی. نوموړي وویل چې د دغه ګواښ د چارې لپاره پر ټولو لارو چارو باندې غور کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې غونډې د پرانیستلو پر وخت وکړې او وېویل چې هغه په دې باور دی چې حتی د داسي تعزیراتو او ډیپلوماتیکي هڅو په مجودیت کې چې پخوا یې هیڅ ساری نه وي لیدل شوی، د ایران مشران به بیا هم د خپل اټمي پروګرام څخه تیر نسي.

اسرایل او لویدیځ شک لري چې ایران د ملکي اټمي انرژۍ د پروګرام په بهانه اټمي وسلې جوړوي، خو ایران بیا دا تور ردوي او وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصد دپاره دی.

ټاکل شوې چې د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نیتانیاهو او د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن به نن د دوشبنې په ورځ د امریکا او اسرایلو د عامه چارو یوې ګډې غونډې ته وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG