د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه د امنیت شورا ته نوي غړي ټاکلي


د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پریکړه وکړه چې د امنیت شورا لپاره پنځه نوي غړي تعین کړي او په لوی اکثریت یي ایتوپیا او بولیویا هم د غیر دایمي غړي په توگه انتخاب کړل.

په غوڼډه کې د دې دوه یادو هیوادونو په وړاندې هیڅ ډول مخالفت پورته نشو، په داسی حال کې چې دا څوکۍ د افریقا، لاتینې امریکا او کربین سیمې لپاره په پام کې نیول شوې وې.

بلخوا د پنځو دورو رای گیرۍ وروسته هالنډ او ایټالیا چې د لویډیځې ډلې هیوادونو په جمله کې دي په مساوي ډول ٩٥ رایې وگټلې چې د بریا لپاره ١٢٧ رایو ته یې اړتیا درلوده.

د دوو وقفو وروسته د هالنډ او ایټالیې د بهرنو چارو وزیرانو پخپل منځ کې جوړجاړي اعلان کړه او وې ویل چې ایټالیا به په کال ٢٠١٧ کې او هالنډ په کال ٢٠١٨ کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي غړیتوب وکړي.

ټاکل شوې ده چې لویدیځ هیوادونو د چهارشنبې په ورځ د دې پریکړې ملاتړ اعلان کړي. له دې وروسته به د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د غړو له خوا دا پریکړه تصویب شي.

د امنیت شورا لپاره هرکال پنځه نوي غیر دایمي یا نوبتي غړي ټاکل کیږي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پنځلس غړي لري چې پنځه غړي یې دایمي دی او د پریکړو د رد یا ویتو کولو صلاحیت لري. دا پنځه هیوادونه؛ متحده ایالات، روسیه، چین، بریتانیه او فرانسه دي.

او ١٠ نور غیر دایمي یا نوبتي غړي د دوه کلنې دورې لپاره ټاکل کیږي.

د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې څوکۍ د سیمې په اساس ورکول کیږي او سیمه ایزه ډله دې څوکۍ ته هیوادونه نوموي.

XS
SM
MD
LG