د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د پوځیانو ورځ ولمانځل شوه


په امریکا کې د پوځیانو ورځ ولمانځل شوه

په امریکا کې د پوځیانو ورځ ولمانځل شوه

دامرېکا ولسمشر بارک اوباما نن د جمعې په ورځ د جگړې د وخت د مجربو عسکرو اومنصبدارانو د ورځې په لمانځلو کې دهېواد مشري وکړله. ولسمشر اوباما به په دې ورځ د ارلنگټن په ملي هدېره کې د گلانو د گېډۍ د کېښودلو په مراسمو کې برخه واخلي. دغه مراسم د جمعې دورځې د سهار په 11 بجو سرته ورسېدل.

تردی وروسته به ښاغلی اوباما د کلېفورنېا د ساندېگو ښارته سفر وکړی هلته به هغه د امرېکا په ېوه بېړۍ ېواېس اېس کارل وېنسن کې خبري وکړي. وروسته به ښاغلی اوباما د جگړی دمجربو عسکرو او منصبدارانو د باسکېټبال په لوبه کې گډون وکړی. دغه لوبه دامرېکا ددوه پوهنتونونو دمشېگن دپوهنتون او د شمالي کرولېنا دپوهنتونو د محصلینو ترمنځ کېږي.

په امرېکا کې د جگړې د تجربه کارانو هر کال لمانځل کېږي د 1918ت م کال کې راهیسي کېږي کله چې د لومړۍ جگړی د پاې لپاره تړون لاسلېک شو. دا تړون د نومبر په ېوولسمه او په ېوولس بجو لاسلېک شوی و. دغه ورځ په اوروپا اونورو هېوادونو کې د ېادونی د ورځ په نامه لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG