د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د ویتنام د کمونیست ګوند د یو مشر لومړنی سفر


د ویتنام د کمونیست ګوند مشر نګیون فو ترانګ
د ویتنام د کمونیست ګوند مشر نګیون فو ترانګ

د امریکا ولسمشر براک اوباما نن په سپینې ماڼۍ کې د ویتنام د کمونیست ګوند د مشر سره ګوري. رپوټ وایي دا تازه هڅې دي چې هدف یې د دغو دوه پخوانیو دښمنانو د اړیکو ښه کیدل دي.


د ګوند عمومي سکرتر ،نګیون فو ترانګ د ویتنام د کمونیست ګوند لومړنی مشر دی چې امریکا ته راځي. د دې سفر نه لږه موده وروسته د ویتنام د جګړې د پای ته رسیدو څلویښت کاله پوره کیږي.

امریکا او ویتنام شل کاله وړاندې عادي اړیکې پیل کړلې او پداسې حال کې یو بل ته نږدې شویدي چې د چین په جنوبي بحیرې کې چین د سیمې د هیوادونو سره د ملکیت په سر جنجال لري.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شویدي چې ولسمشر اوباما به پدې ملاقات کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کیدو په اړه خبرې وکړي او هم به دواړه مشران د آرام سمندر د دواړو غاړو د هیوادونو تر منځ د آزادې سوداګرۍ د تړون په اړه چې ټي ټي پي نومیږي، د بشری حقونو او دوه اړخیزه دفاعی همکاریو په هکله خبرې اترې وکړي.

د ویتنام د کمیونسټ ګوند ٧١ کلن مشر ګوینقو ټرانګ امریکا ته خپل سفر تاریخي سفر بولي. هغه د امریکا او د ویتنام د اړیکو د ښه والي په هکله هیله من دی. د امریکا او ویتنام تعلقات د شا او خوا شلو کلونو راهیسي ښه شویدي.

د شمال ختیځې اسیا د چارو کارپوه کارل تائر واېي چې " د امریکا په دغه سیمه کې د مختلفو هیوادونو تر منځه په اړیکو کې توازن دا څرګندوي چې د دغو دواړو هیوادونو په اړیکو کې به نور هم مثبت پرمختګ وشي. "

"امریکا دغه هیواد ته درناوی کوي او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ تعلقات ښه کوي. زما په فکر د تعلقاتو ښه کولو لپاره تر ټولو مهم ټکې درناوې دی. "

هغه زیاتوي چې پدې سفر کې به زیاتره ټینګار د بشري حقوقوپه وضیعت او سوداګرۍ وشي ته وشي.

"که ویتنام د امریکا سره د سوداګرۍ دغه تړون لاسلیکوي نو هغوي به د کارکونکو آزادو اتحادیو ته هم د کار اجازه ورکوي. تر اوسه پوري په ویتنام کې د کارګرانو اتحادیې نشته. کله چې هم د ویتنام څوک مشر امریکا ته راځي نو د امریکاېي مشرانو د خوشحالولو لپاره څو تنه بندیان خوشې کوي. خو بیا هم ددوي سیاسي فعالینو نیولو ته ادامه ورکوي"

ویتنام دا وخت د امریکا او چین سره په لویه کچه تجارت کوي. ویتنتام اوس غواړي د امریکا سره خپلې تجارتي اړیکی قوي کړي

XS
SM
MD
LG