د لاس رسي وړ اتصالات

غولونکې ویبپاڼې امریکې ته د ویزو په نامه له خلکو پیسې اخلي


غولونکې ویبپاڼې امریکې ته د ویزو په نامه له خلکو پیسې اخلي
غولونکې ویبپاڼې امریکې ته د ویزو په نامه له خلکو پیسې اخلي

په کابل کې د امریکې سفارت وايي چې په انټرنیټ کې ټگانو داسې جعلي ویپاڼې جوړې کړي دي چې مقصد یې د افغانانو تېرایستل او شکونه ده.

د سفارت یوه اعلامیه وايي چې ډیرو افغانانو داسې بریښنا لیکونه ترلاسه کړي دي چې امریکې ته د ویزې زیری پکې ورکړل شوی دی او یا په امریکا کې د زده کړو لپاره د ویزې خبر ورکړل شوی دی:

((په داسې تقلبي بریښنالیکونو کې د کار، کور او د لوړو زده کړو ژمنې کیږي او له خلکو څخه د مهاجرت د ویزې لپاره پیسې غوښتل کیږي.))

اعلامیه وايي چې ددغه ډول بریښنا لیکونو او ویپاڼو پېژنده اسانه کار دی ځکه چې د امریکا د حکومت د ویبپاڼو او بریښنا لیکونو ادرس په (gov.) ختمیږي او ددغه ډول جعلي ویبپاڼو او بریښنا لیکونو د پای ټکی (com.) وي.

اعلامیه وايي ددغه ډول ټگیو د مخنیوي لپاره باید خلک په خپله زیار وباسي او د مالوماتو لپاره کولای شي چې په کابل کې د امریکې د سفارت د ویزې له څانگې سره په دې پته تماس ونیسي www.Kabul.usembassy.gov او یا د امریکې د باندنیو چارو د وزارت ویب پاڼې ته ورشي www.travel.state.gov . که چیري کوم جعلي بریښنا لیک ترلاسه کړۍ نو دې ایدیریس ته یې ولیږﺉ: afghanvisainfo@state.gov

اعلامیه زیاتوي چې په کابل کې د امریکې سفارت ټول وړ افغانان هڅوي چې د مهاجرت د ویزې په لاټری کې د گډون فورمې ډکې کړي. فورمې له دغه ویپاڼې ترلاسه کېدای شي: www.dvlottery.state.gov

هغه څوک چې غواړي د ویزې د لاټري په پروگرام کې برخه واخلي، کولای شي دغه فورمې په هر منې کې ډکې کړي. هغه څوک چې د لاټرۍ فورمي ډکوي باید لومړی د لاټري د ویزو شرطونه په غور ولولي او ځان باندې پوه کړي او وروسته فورمې ډکې کړي.

XS
SM
MD
LG