د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن کې توپان درې تنه وژلي


د امریکا د پای تخت شاوخوا علاقې، سخت طوفان وهلې دي، د یو ملیون کورونو او د کاروبار د ځایونو بریښنا قطع شویده .

دغه سخت طوفان د جمعې په شپه ونې له بیخه وایستلې او د بامو سرونه یی والوزول . په واشنګتن کې او همدا شان واشنګتن ته د ویرجینیا او مریلند په نژدی علاقو کې په لارو کې د ونو ماتې څانګې پرتې دي.

په ډیرو کورونو باندې ونې را لوییدلی دي او زیان یې ورته رسولی دی.

مامورین وايي، لږ تر لږه دوه کسه په شمالي ویرجینا کې، د ونو د لوییدو له کبله مړه شویدی.

ددغه طوفان د باد سرعت په ساعت کې قریب یوسلو دیرش کیلومتره ؤ. ددې طوفان نه یوه ورځ مخکې په واشنګتن کې ډیره سخته ګرمي وه او حرارت ۴٠ درجی ؤ، خو د طوفان نه سمدستي وروسته د حرارت درجه ٢٣ درجې شوه، مګر توقع کیږي چه نن د شنبې په ورځ د حرارت درجه بیرته لوړه شی.

پدغو ایالاتونو کې پیګا په زیاتو کورونو کې بریښنا نه وه او خلکو شپه تیرې ته تیره کړله. د بریښنا رسونې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکریدی چې یوازې د ډیرو ضروري کارونو لپاره دې د اوبو او بریښنا نه کار اخلي. جامې دې نه مینځي او د اوبو په مصرف کې دې بیخي زیات کوښښ وکړي چې کمې یې مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG