د لاس رسي وړ اتصالات

د مېزوري په سېلابونو کې دیارلس تنه مړه شول


د فضايی چارو اداره ناسا: د هوا ناڅاپي بدلون په متحده ایالاتو کې د یخ د ځواکمن توپان، او سېلابونو د راوتلو لامل کېدلی شي

د متحده ایالاتو د فضايي چارو اداره ناسا وايی په هوا کې د ناڅاپي بدلون ناوړه اغېزې په نوي کال کې لیدل کېدلی شی.

د میزوری په ایالت کې د بې ساري ژمني سیلاب له امله تقریبا 13 کسان مړه شوي دي. چارواکي د سیلاب د اوبو د کنترول ١٩ موړې څاري چی د سیلاب اوبه پرې ور وانه وړي. د میزوري د ایالت د آلټن ښاروالۍ امر کړی دی چې هغه ٥٢٠ کورنۍ چی له ښارنه لا ندي وتلي، له ښار نه ووزي.

د ژمي سختوسیلابونو، چی ساری ېې نه لیدل کېږي، د میزوري په ایالت کې د سه شنبی په ورځ د ولایتونوترمنځ لوېې لارې یوه برخه بنده کړله. په سوونو کورونه او کاروباري مرکزونه ېې له گواښ سره مخامخ کړل. چارواکیو ددې سیمی اوسیدونکیو ته خبرداری ورکړی دی چی په سیلاب ځپلو سیمو کې موټرونه ونه چلوي.

د میزوری والي جې نکسن وايي:.. هغه کسان چې په سیلاب کې مړه شوي دي، زیاترو ېې د شپې له خوانه دسیلاب په اوبو کې موټرونه چلول چی بلې خواته واوړي. زه په دې ډېر ټینگار کوم چې له دې کارنه ډډه وشي.

د میزوري د ایالت د لوېدیځ آلټن سیمې نه د سیلاب د چټکو اوبو د زیاتوالي له امله خلک له سیمې نه ایستل شوي دي ځکه د سیلاب اوبه نورې هم مخ په زېاتیدو دي. دمیسېسېپی سیند اوبه هم له هغې ټاکلی اندازې نه چې داوبو لوړوالی کنترولوي زیاتې شوې دي.

سېنټ لوئیس ته نیژدې ساحلي ساتونکیو دښار د خوندي کولو لپاره د دغه سیند یوه برخه بنده کړې ده او د اوبو د لوړوالي کچه څاري. د سېمی له اوسیدونکېو نه غوښتنه وشوله چی د سیند په غاړه د شگو د بوجیو په اچولو کې مرسته وکړي چی اوبه د سیند په مورگو او څنډو ور وانه وړي. که څه هم باران دریدلې دی، خو چارواکي د ډېر زورور سیلاب د راتللو وېره څرگندوي.

جې نکسن د میزوری والي وايي:...اوبه به نورې هم زېاتې شي او موږېې دمخې د ډب کولو هڅه کوو. موږ د چارشنبی او پنجشنبی ورځو ته اندېښمن یو. په دې توگه موږ څه ناڅه اته څلوېښت ساعتونه وخت لروچی د زورور سیلاب لپاره چمتو شو.

چارواکیو له ساحلي ساتونکیو نه غوښتي چی د سیلاب د زیانونو په وړاندې لومړنیو مرسته کوونکیو سره کومک وکړي. د میزوری په ایالت کې تقریبا په پنځوسوو ځایونو کې سړکونه بند شويدي. د سیند یوه برخه هم بنده شوېد او د زراعتي محصولاتو لیږدول ځنډول شوي دي

د متحده ایالاتو د فضايي چارو اداره ناسا خبرداری ورکوي چی په راتلونکي کال کې د هوا د بدلون اغېزې دومره پیاوړې کېدلی شي، څومره چې په ١٩٩٧ او ١٩٩٨کلونو کې وې. هغه وخت د هوا ناڅاپي بدلون په متحده ایالاتو کې د یخ د ځواکمن توپان، او سېلابونو د راوتلو لامل شوی و.

ناسا وايی په هوا کې د ناڅاپي بدلون ناوړه اغېزې په نوي کال یعنی ٢٠١٦ کې لیدل کېدی شی.

ناسا خبرداری ورکوي چی په راتلونکي کال کې د هوا د بدلون اغېزې دومره ځواکمنې کېدلی شي لکه څومره چې په ١٩٩٧ او ١٩٩٨کلونو کې وې. د هوا ناڅاپي بدلون په متحده ایالاتو کې د یخ د ځواکمن توپان، او سېلابونو سبب کېدلی شي.
.

XS
SM
MD
LG