د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو جګړه له ۲۰۱۴ وروسته


امریکايي ځواکونه له څه باندې ۱۳ کلونو راهیسې له طالبانو سره په جګړه اخته دي
امریکايي ځواکونه له څه باندې ۱۳ کلونو راهیسې له طالبانو سره په جګړه اخته دي

امرېکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کی به له ۲۰۱۴ کال نه وروسته، د ناټو او امریکايي ځواکونو په ماموریت کې کوم بدلونه رانه شي.

تېره اونۍ د نېویارک ټاېمز ورځپاڼې د امرېکايي چارواکو له قوله لېکلي و چې ولسمشر باراک اوباما پرېکړه کړې ده چې په ٢٠١٥ کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پوځي ماموریت پراخوي او که اړتیا پېدا شوه، د طالبانو او نورو وسله والو خلاف جنګ کې به هم برخه واخلي.

خو په واشنگټن کی د امریکا غږ خبرېال وېکټور بېټي د امرېکايي چارواکو له قوله وايي چې امرېکايي ځواکونه به په ځانگړي توگه د طالبانو هدفونه نه په نښه کوي بلکه هر هغه کس او ډله چې افغان او امرېکايي سرتېرو ته د زیان رسولو هڅه وکړي، دوی به یې پر ضد اقدام کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیف رتکي امریکا غږ ته ویلي چې امریکا به په افغانستان کی په ٢٠١٥ کال کې څو سوه عسکر ولري چې جمهور ریس اوباما به ېې ژر اعلان وکړي.

په خبري رپوټونو کی ویل شوي و چې شاوخوا ۹۸۰۰۰ امریکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتي وي، خو دامرېکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د امریکايي قواو محاربوي رول به سږکال پای ته ورسېږي.

‍"په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته د نوي حکومت په جوړولو او د امنیتي تړون په لاس لیک کولو کې د ځنډ له امله، له ٢٠١۴ کاله وروسته د امریکايي عسکرو د نظامي ماموریت د مشخصاتو په اړه پرېکړه زمونږ د پلان برعکس څو مېاشتې وځنډول شوه. بیا هم متحده ایالتونه ډاډه دي چې په راتلونکي کال به ٩٨٠٠ عسکر هلته ځای پر ځای شي. "

د روېټرز خبري اژانس د څو امریکايي منابعو له قوله رپوټ ورکوي چې د دې لپاره چې دناټو د عسکر کمښت پوره شي، اوباما غواړي بل کال په افغانستان کې دامرېکايي عسکرو شمېر زیات کړي.

دنیویارک ټاېمز ورځپاڼې مخکې رپوټ ورکړی و چې په ٢٠١٥ م کال کې به افغان ځانګړي ځواکونه به د شپې عملیات کوي، خو که اړتیا پېدا شوه امریکايي ځانګړي ځواکونه به سلا مشورې ورکړي.

دغو دواړو ورځپاڼو رپوټ ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني، د ناټو ځواکونو له لورې د شپې پر عملیاتو لګیدلی بندیز لېرې کړی دی، پخواني افغان ولسمشر دغه بندیز لګولی و، د شپې عملیات د وسله والو طالبانو د مهمو مشرانو په نیولو او وژلو کې اغیزناک بلل شوي وي.

د رنډ د همکارۍ د سازمان د جنوبي اسیا د برخې شننونکی رفیق دوسانی د ولسمشر غني له لوري د شپې پر علمیاتو د بندیز لېرې کول وستایل او دغه بندیز یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او سپینې ماڼۍ ترمنځ یوه سړه جګړه وبلله.

" زه فکر کوم چې ولسمشر غني په دې پوه شوی دی چې ځواکونه یې کمزوري دي او د سترو ګواښونو سره مبارزه کولی نه شي.

ښاغلی دوستانی وايي دا یوه ښه پرېکړه ده او په سیمه کې به د امنیت په ټېنګولو کې مرسته وکړي. نوموړي وویل چې د افغانستان نوی حکومت د سولې او ثبات راوستلو ته ژمن دی، خو باید د پاکستان او هند ترمنځ د سیالیو ښکار نه شي.

رفیق دوسانی په دې باور دی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د ماموریت د مودې غزول ښايي د دې لپاره شوي و چې دغلته د عراق تجربه تکراره نه شي، امریکا چې له عراق نه خپل سرتیري وویستل یوه تشه جوړه شوه چې نتیجه یې د اسلامي دولت د جګړه مارې ډلې پېدا کېدل شول.

XS
SM
MD
LG