د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري افغان سولې ته د لار موندلو لپاره کابل ته تللی


جانن کیري افغانستان ته د رسېدو نه یوه ورځ مخکې، بغداد ته تللی و. هغه په بغداد کی، چې د سفر اعلان یی مخکی نه ؤ شوی، د حکومت د مشرانو سره وکتل، او ډاډ یی ورته ور کړ چې امریکا یې تر څنګ ولاړه ده.

د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو لپاره لاره لټول افغانستان ته د جان کیري د سفر اصل هدف دی. د سولې د انسجام څلور اړخیز ګروپ، امریکا، پاکستان، افغانستان او چین کوښښ وکړ چې د مارچ په میاشت کی د طالبانو د استازیو سره خبرې وشي، خو طالبانو په کې برخه وانه خیسته.

جان کیري په داسې حال کې کابل ته سفر کړیدی، چې د امریکا او افغانستان تر منځ په دې وروستیو کې بحثونه زیات شویدي. د مارچ په میاشت کې جمهورریس اوباما د غني او عبدالله سره ویډیویي کنفرانس لاره.

جان کیری او د جمهورریس مرستیال جو بایډن د جنورۍ په میاشت کې په سویتزرلیند کې په کنفرانس کې د برخې اخیستو ترڅنګ د جمهورریس غنی سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا خاص استازي ریچرډ اولسن وویل، چې امریکا په کابل کې د ملي یووالي د حکومت ملاتړ ته، چې د پنځو کالونو، څه باندې ۱۸میاشتې تېرې شويدي، متعهده ده.

نظرپوښتنه

د عامه افکارو سروې چې تیره میاشت، د امریکا غږ مدیره هیات او ګه لوپ، موسسې په ګډه کړې ده، ښیي چې ۸۰ فیصده افغانان او یا ټولو هغو کسانو چې ددې سروې سوالونو ته یې ځواب ویلی دی.

د امریکا د نظامی کالج د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت د ملی امنیتی مسایلو پروفیسر کریس متیو وویل چې د سولې جریان هیڅ معلوم نه دی.

اولسن وویل، په دغو دیپلوماتیکو هڅو کې خنډونه موجود دي.مگر ځینې تحلیلګران شک لري چې دا خبرې دې وشي.

افغانستان د جان کیري سفر، منځنی ختیځ ته د هغه د یو هفته یی سفر یوه برخه وه. هغه وروسته جاپان ته ځي او هلته به د اوو صنعتي هېوادونو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخلي او د دویم نړیوال جنگ څلی به هم وګوري.

XS
SM
MD
LG