د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په اوکراین کې د روسیې د لاسوهنو په اړه اندیښمنه ده


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هالند د صدراعظم مارک روت سره د امستردام د رایگس په موزیم کې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هالند د صدراعظم مارک روت سره د امستردام د رایگس په موزیم کې

ولسمشر بارک اوباما وايي له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو وروسته، په اوکراین کې د مسکو د لا زیاتو لاسوهنو په اړه اندیښمن دی.

ولسمشر بارک اوباما وايي له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو وروسته، په اوکراین کې د مسکو د لا زیاتو لاسوهنو په اړه اندیښمن دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هالند د هاگ په ښار کې د اټومي امنیت د کلنۍ غونډې نه وروسته د هالند د صدراعظم مارک روت سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل د روسیې سره د کریمیا الحاق د منلو وړ ندی.

ښاغلي اوباما زیاته کړه "په کریمیا کې چې څه تیریږي مونږ ېې په رسمیت نه پیژنو. او دا کار به د روسیې په وړاندې د انرژۍ او تجارت په برخو کې د لا ژورو بندیزونو سبب شي."

بل خوا روسیې د سې شنبې په ورځ د جي اوه یا د نړۍ د اوه و سترو صنعتي هیوادونو پریکړه رد کړه چې تیره ورځ یې روسیه د اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې د کړکیچ په وجه ددې ډلې نه وویسته.

ټاکل شوې وه چې د روسیې په گډون د نړې اته صنعتي هیوادونه د جون په میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې غونده وکړي خو اوو صنعتي هیوادونو پرون د هالند د هاگ په ښار کې پریکړه وکړه چې مسکو دې په اوکراین کې د کړکیچ په سر نور هم گوښه کړای شي او د سوچي په ځای دې دا غونډه په بروکسیل کې ترسره شي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د برتانیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او کاناډا مشرانو په هالند کې د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو د غونډې په ترڅ کې موافقه وکړه چې په کریمیا کې د روسیې اقدام، د دوې د ډلې د افکارو سره سمون نه لري او په سوچي کې د غونډې د کیدو پلان ېې فسخه کړ.

د دوې د پریکړې لږ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل دا به کومه لوېه غمیزه نه وي که چیرې روسیه د جي اته د ډلې هیوادونو نه لری کړای شي.

د اټومي امنیت د نړیوالې غونډې په څنډه کې د امریکا جمهور رئیس لومړی د چین د جمهور رئیس شي جینگ پنگ سره وکتل. چین په یو بیساري گام کې د کریمیا په وړاندې د روسیې چلند ېې چیلنچ کړ او د امریکا په څیر یې ویلي چې دا مسله باید د دیپلوماسۍ له لارې حل شي.

امریکا او اروپايي اتحادیې د روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو په وړاندې په غبرگون کې پر یو شمیر روسي او اوکرایني چارواکو جلا - جلا بندیزونه لګولي چې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ځيني نږدې همکاران هم په کې شامل دي.

د افغانستان روسیې اړیکې
بل خوا د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاگون د جمهور رئیس حامد کرزي پر هغې پریکړه ناخوښې ښودلې ده چې په دې وروستیو کې یې د روسیې له فیدراسون سره د اوکراین د کریمیا د سیمې د یو ځای کېدو په اړه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویلو د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي دا څرګندونې چې په راتلونکې میاشت کې له واک څخه ګوښه کېدو ته چمتوالی نیسي، ګټورې نه دي.

جنرال کربي زیاته کړه " جمهور رئیس کرزی حق لري چې خپل نظر څرګند کړي، خو موږ دلته په امریکا کې خپل نظر لرو او زه فکر کوم چې د ناټو د یو شریک په توګه خبرې کولی شم او هغه دا چې ددې تړون د غړیو په نظر روسیې بې له شکه له نړېوالو ژمنو سرغړونه کړی ده او د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا یې تیری کړی دی."


په واشنگټن کې امریکايي چارواکي د جمهور رئیس حامد کرزي په دریځ سخت په غوسه ښکاري. څرگنده خبره ده چې د کریمیا په هکله د جمهور رئیس کرزي دریځ به د امریکا او افغانستان اړېکو ته نور هم زیان ورسوي.

یو جمهوري غوښتونکي سناتور ډېن کوټس هم غږ کړی چې افغانستان دې د هغو روسي هیلیکوپټرو پیسې په خپله ورکړي چې امریکا پلان درلود افغانستان ته یې واخلي.

له روسیې څخه د افغانستان لپاره د (ایم ای ١٧) ډوله هیلیکوپترو اخیستو سره پخوا هم ځینو امریکايي سناتورانو او د کانگرس غړو خپل مخالفت څرگند کړی وو. خو اوس چې د کریمیا په شخړه کې جمهور رئیس کرزي د روسیې ملاتړ کړی دی، د سنا په مجلس کې دغه مخالفتونه یو ځل بیا را اوچت شوي.

جمهور رئیس حامد کرزی په دې وروستیو کې په کریمیا کې د روسیې سره ددې سیمې د یو ځای کیدو په اړه د ترسره شوې ټولپوښتنې له پایلو ملاتړ وکړ او په دې ډول یې په دې مسلې کې د هغو ټولو لویدیځو هیوادونو د دریځ خلاف دریځ ونیوه چې په تېرو دولس کلونو کې یې په افغانستان کې د نوموړي د حکومت ملاتړ کړی دی.
XS
SM
MD
LG