د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر اسیا ته په یو مهم سفر ځي


د امریکا د دفاع وزیر اش کارتر نن د شنبې په ورځ اسیا ته سفر کوي. هغه به په هند او فلپین کې پر امنیتي او نورو مسایلو له چارواکو سره وغږیږي.

کارتر د جمعې په ورځ په نیویارک کې وویل چې دغه هېوادونه، د جنوبي چین په بحیره کې چې جنجال پری روان دی، د چين د اقداماتو په اړه د امریکا ملاتړ غواړي.

ښاغلي کارتر وویل "د جنوبي چین په بحیره کې د چین اقدامات، په سیمه کې تاوتریخوالی پیدا کوي. ځکه د بحرالکاهل د سمندر د هغې غاړی هېوادونه، په سیمه کی د نظامي فعالیتونو د اقداماتو په هکله اندیښنه څرګندوي."

د امریکا ددفاع وزیر وویل چي هيواد یي غواړي چې په سیمه کې روانې ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.

نوموړي زیاته کړه"دغه هېوادونه خپلې اندیښنې په خصوصي ډول او په عام ډول لوړو مقاماتو ته په سیمه يیزو او نړیوالو غونډو کې څرگندوي. ځکه زیاتره دغه هیوادونه د قوانینو او اصولو په عملي کولو کې د امریکا نه مرسته غواړي چې دغه سیمه ښیرازه شي."

کارتر وویل، سره له دې چې امریکا د چين سره اختلافونه لري ، خو واشنګټن ژمن دی چې د دې ملکونو سره داسې کار وکړي چې دا سیمه بې ثباته نه شي.

د چین جمهورریس ،شي جپینګ د همدغه کال په لومړیو کې وویل چې د جنوبي چین په بحیره کې د بجنګ نظامي پراختیا د چین ګاونډیانو ته گواښ نه دی.

XS
SM
MD
LG