د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما کیوبا ته ولاړ


سپینه ماڼۍ وايي له ولسمشر اوباما سره په دغه سفر کې اته سناتوران او د امریکا د کانګرس ۳۱ غړي مله دي.

اوباما د پخواني امریکايي ولسمشر کلفین کولیچ څخه وروسته لومړنی امریکايي ولسمشر دی چې کیوبا ته سفر کوي. ښاغلي کولیچ ۹۰ کاله وړاندې په ۱۹۲۸ میلادي کال کې هاوانا ته تللی و.

دغه هېواد ته د ولسمشر اوباما سفر له یو لړ اوږد ډيپلوماتیک کړکیچ وروسته کیږي. د واشنګټن او هاوانا روابط په ۱۹۵۹ کال کې خرابه شول، چې فیدل کاسترو او نورو چریکانو د امریکا له ملاتړه برخمن د فولجنسیو بتیستا حکومت نسکور کړ.

پخوانی ولسمشر فیدل کاسترو لا هم ژوندی دی، خو داسې نه ښکاري، چې ولسمشر اوباما دې په دغه سفر کې له هغه سره وویني، مګر هغه به له اوسني ولسمشر راول کاسترو سره، چې د فیدل کاسترو ورور دي، ملاقات وکړي.

خو له دې هر څه سره سره ځیني خلک په کیوبا او امریکا کې د ولسمشر اوباما پر دغه سفر خواشیني دي، هغوی وايي ولسمشر داسې مهال کیوبا ته ځي، چې لا هم د کاسترو کورنۍ واکمنه ده.

امریکايي چارواکي وايي، چې دواړه ولسمشران به په کیوبا کې د بشري حقونو په موضوع هم خبرې وکړي، پر دې سربېره به ولسمشر اوباما د کیوباا له یو شمېر مخورو او پانګوالو سره هم لیده کاته وکړي.

له ښاغلي ولسمشر سره د هغه مېرمن مېشل او دوه لورګانې هم په دغه سفر کې دي.

XS
SM
MD
LG