د لاس رسي وړ اتصالات

جیمز ماتیس افریقا کې د امریکا یوازینۍ پوځي اډې ته ولاړ


د جیبوتي پوځي اډه په افریقا کې د امریکا لومړنۍ نظامي کمپ دی
د جیبوتي پوځي اډه په افریقا کې د امریکا لومړنۍ نظامي کمپ دی

د امریکا د دفاع وزیر د افریقا په جیبوتي کې د امریکايي ځواکونو یوازینۍ پوځي اډې ته تللی دی.

ښاغلی ماتیس د یکشنبې په ورځ د جیبوتي له ولسمشر سره تر لیدو مخکې د امریکايي ځواکونو د لیمونییر کمپ ته ولاړ، هلته یې له جنرالانو او نورو مشرانو سره ولیدل او سیمه کې یې د امریکا د پوځي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

ماتیس له لیون پنیته وروسته د امریکا دفاع لومړنی وزیر دی چې جیبوتي ته ځي. په دغې اډې کې له کلونو راهېسې زرګونه امریکايي سرتېري دېره دي.

د جیبوتي پوځي اډه

چارواکي وايي دا پوځي اډه د ستراتیژیکي او جغرافیوي موقعیت له پلوه امریکايي ځواکونو ته ډېره مهمه ده.

امریکايي ځواکونه له همدغې اډې نه په سومالیا کې د الشباب ډلې پر ضد عملیات کوي او چارواکي وايي چې دا کمپ په افریقا کې د نورو پوځي تمرینونو او عملیاتو لپاره هم مهم دی او کارول کیږي.

همدا یوه میاشت مخکې سپینې ماڼۍ د امریکا د دفاع وزارت ته اجازه ورکړه چې د نورو ایتلافي ځواکونو سره په ګډه په سومالیا کې د الشباب ډلې پر ضد عملیات وکړي. دا عملیات به هم تر ډېره له همدې اډې کیږي.

دا کمپ همدغه راز په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره هم مهم بلل کیږي، د یمن او جیبوتي ترمنځ یوازنی حایل باب المندیب دی او هره ورځ له دغې سمندرې لارې لسګونه تجارتي او پوځي بېړۍ تېریږي راتېریږي او امریکايي، فرانسوي او د یو شمېر نورو هېوادونو بحري ځواکونه هم د جیبوتي له تړانګې استفاده کوي.

افریقا کې د چین او امریکا رقابت

ټاکل شوې چې ډېر ژر چین هم په جیبوتي کې یوه پوځي اډه پرانیزي او د دغې اډې په جوړولو یې له مخکې کار پیل کړی دی.

په افریقا کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ مشر، جنرال توماس والدهوسر وايي چې دا به امریکايي پوځ ته د امریکا د یو سیال تر ټولو نژدې پوځي اډه وي چې جوړیږي.

ښاغلي والدهوسر وویل چې دغه کار ځیني "امنیتي اندېښنې" یې هم پارولي دي، خو په دې اړه یې نورې خبرې ونکړې.

د امریکا د دفاع یو پخواني وزیر رودي دیلیون امریکا غږ ته ویل چې په جیبوتي کې د چین د پوځي اډې جوړول په دې مانا دي چې بییجنګ د افریقا په ښکر کې خپل حضور زیاتوي.

XS
SM
MD
LG