د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان د زرګونو هوایي بریدونو حساب ندی په ډاګه کړی - راپور


د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د ۴۵۶ هوايي بریدونه ثبت کړي نه دي
د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د ۴۵۶ هوايي بریدونه ثبت کړي نه دي

امریکايي الوتکو تېرکال په افغانستان کې په سلګونو جنګي عملیات وکړل خو د ۴۵۶ بریدونو په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.

د امریکا د دفاع وزارت په تېرو څو کلونو کې په افغانستان، عراق او سوریې کې د ترهګرو پر ضد د زرګونو هوايي بریدونو حساب ندی په ډاګه کړی.

رویټرس آژانس د ملټري ټایمز په حواله لیکلي چې پنټګان د دغو بریدونو د ارقامو په معلومولو او خپرولو کې پاتې راغلی دی.

که څه هم څرګنده نده چې تېرکال امریکايي ځواکونو په افغانستان کې څومره هوايي بریدونه وکړل خو ویل کیږي چې د ۴۵۶ هوايي بریدونو شمیر او کره معلومات د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو په زیرمه کې نشته دی.

د امریکا د پوځ څرخي او بې پیلوټه الوتکو دغه هوايي بریدونه کړي دي.

دغه نیمکړې شمېرې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د میاشتې د عملیاتو دي، چې د امریکا پوځ په رسمي ډول نه دي ثبت کړي دي. تراوسه پنټګان او د امریکا پوځ په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

که څه هم د امریکايي ځواکونو جنګي ماموریت په افغانستان کې ختم شوی او څه باندې ۱۰۰زره امریکايي پوځیان له دغه هیواد نه وتلي، خو په تیرو څو کلونو کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ زیاتې شوي دي. دغه ډول بریدونه تر ډېره بریالي بلل کیږي.

تېرکال د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د طالبانو مخکنی مشر، ملا منصور، هم د ډرون په برید کې ووژل شو.

پر دې سربېره په دې وروستیو کې دا ډول بریدونو د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش پر جنګیالي هم په نښه کړي او وژلي دي.

پر افغانستان سربېره په عراق، سوریې او یمن کې هم د امریکايي بي پیلوټه او نورې الوتکې بریدونه کوي، همدا څو ورځې مخکې یې په یمن کې په یو هوايي برید کې د راپورونو له مخې د القاعدې ځینې غړي ووژل.

خو وخت ناوخت په دغو هوايي بریدونو کې ولسي خلکو ته هم زیان رسیږي.

XS
SM
MD
LG