د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د ټرمپ پر ضد مظاهرې شوې


مظاهره کوونکي وايي ویره لري چې د ښاغلي ټرمپ په واکمنۍ کې به د امریکایانو مدني حقونه تر پښو لاندې شي
مظاهره کوونکي وايي ویره لري چې د ښاغلي ټرمپ په واکمنۍ کې به د امریکایانو مدني حقونه تر پښو لاندې شي

د متحدو ایالتونو د ختیځ ساحل د اوریګن ایالت په مرکز پورټلنډ کې د امریکا د منتخب ولسمشر دونلد ټرمپ پر ضد مظاهرې کې تاوتریخوالی شوی دی. مظاهره د شنبې په سهار شوې ده، مظاهره کوونکي وايي ویره لري چې د ښاغلي ټرمپ په واکمنۍ کې به د امریکایانو مدني حقونه تر پښو لاندې شي.

د مظاهرو تنظیمونکي وایي چې را روانو څو ورځو لپاره یې د متحدو ایالتونو په نورو ښارونو کې هم د مظاهرو پلان نیولی دی. په پورټلند کې د جمعې په ورځ هم سلګونو کسانو مظاهره وکړه او سړکونه یې بند کړل.

پولیسو پر مظاهره کوونکو اوښلن ګاز وکاروه او مظاهره کوونکو پر پولیسو اورورین توکي او پټاکۍ وار کړل. چارواکي وايي په دغې مظاهرې کې ورانی شوی دی او پر خلکو برید شوی دی.

یو عیني شاهد وايي یو مظاهره کوونکی په پښو کې په مرمۍ لګېدلی دی، لا معلومه نه ده چې چا پر ده چا ډزې کړي دي. پولیس وايي په لاس انجلس کې یې ۱۸۵ تنه نیولي دي، چې ډېرو یې د سړکونو د بندولو هڅه کوله.

اخوا د نیویارک په ښار کې هم سلګونه کسانو د جمعې په شپه مظاهره وکړه او شعاونه یې ورکول چې مینه به پر کرکې برلاسې وي، دوی دا شعارونه هم ورکړل چې " هغه زما ولسمشر نه دی."

د فلډیلفیا د ټمپل پوهنتون لسګونو محصلیونو هم مظاهره وکړه، لارې یې وتړلې او په امریکا کې یې د یوالي شعارونه ورکړل. په میامي هم د ټرمپ پر ضد سلګونو کسانو مظاهره وکړه، لارې یې وتړلې او د نژاد پالنې پر ضد یې شعارونه ورکول.

د جمعې په ورځ په جورجیا، اتلانتا او تینیسي کې هم سلګونو کسانو د دونلد ټرمپ پر ضد مظاهرې کړې دي. ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ په نیویارک، لاس ویګاس او لاس انجلس کې نورې مظاهرې هم وشي.

ښاغلي ټرمپ د دغو مظاهرو په ځواب کې په خپل ټویټر کې ولیکل چې مطبوعات مسلکي مظاهره کوونکي پاروي، خو وروسته یې بیا ولیکل چې د هېواد لپاره د مظاهره کوونکو د یوې وړې ډلې زغم یې خوښ شو.

دونلد ټرمپ د سه شنبې په ورځ د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپله ډیموکرات سیاله، هیلري کلنټن ته ماتې ورکړه او د متحدو ایالتونو پنځه څلوېښتم منتخب و ټاکل شو.

XS
SM
MD
LG