د لاس رسي وړ اتصالات

یوې افغانې پيغلې د امریکا د ځوانو رهبرانو جایزه وګټله


تېرکال یو بل افغان ځوان دا جایزه ګټلې وه
تېرکال یو بل افغان ځوان دا جایزه ګټلې وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ ۱۰ ځوانان د نویو ټوکېدلیو رهبرانو په توګه وپېژندل او هغوی ته یې جایزې ورکړې، یوه په کې د افغانستان ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هرکال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یو شمېر ځوانانو ته دا مډال ورکوي. وزارت د پنجشنبې په ورځ ( مۍ ۴) په واشنګټن کې دغو ځوانانو ته غونډه جوړه کړې وه.

د وزارت اعلامیه وايي دا مډال هغو ځوانانوته ورکول کیږي چې په خپلو هېوادونو کې یې اجتماعي عدالت، د بیان ازادۍ، بشري حقونو، سولې ته د لارو چارو د برابرولو، د جنګ پر ضد او دا ډول نورو برخو کې د پام وړ کارونه کړي وي.

سږکال د افغانستان څخه غرڅنۍ ابن الامین هم د نړۍ د دغو لسو غوره ځوانو رهبرانو په ډله کې وه. غرڅنۍ په افغانستان کې د نجونو لپاره د رهبرۍ یو پروګرام تنظیم کړی او همدغه راز د Global Youth Development Initiative په نامه د ځوانانو د یوې ټولنې له بنسټ ایښودونکو څخه ده.

د دوی دا ټولنه د نړۍ له بیلا بیلو برخو څخه زده کوونکي، مسلکي کسان او نور متخصصین له یو بل سره معرفي کوي چې د یو بل له تجربو او زده کړو استفاده وکړي.

غرڅنۍ وايي افغانستان د تېرو شاوخوا لسو کلونو په پرتله اوس مثبت پرمختګ کړی دی. هغې امریکا غږ ته وویل " موږ د ۱۴ او ۱۹ کلونو ترمنځ پیغلو ته د رهبرۍ ورکشاپونه جوړو چې د ښځې په توګه خپله لاره پیدا کړي، لوړ هدفونه وټاکي، خپلې تجربې زیاتې کړي، تغیرات راولي، لوړ خیالونه ولري، عملي اقدام وکړي، پالیسۍ جوړوونکې او رهبرانې شي".

غرڅنۍ دا مهال په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې قانون لولي.

تېرکال یو بل افغان ځوان احمد شکیب محسنیار دا مډال ګټلی و. محسنیار په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین کاوه چې ځوانان خپل هېواد پرېنږدي او نورو وطنونو ته ولاړ نشي.

د محسنیار د کمپاین شعار و "افغانستان تاته ضرورت لري،" په فیسبوک کې د ده د کمپاین پاڼې لسګونه زره خلکو خوښه کړه او د هغه دا کار یې وستایه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د راتلونکو ځوانو رهبرانو د سږکال د جایزې په ګټونکو کې پر افغانستان سربېره د مالتا، سرېلنکا، ویتنام، تاجکستان، پاکستان، الجریا، بیلجیم، پیرو، بیت المقدس نهه ځوانان شامل وو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي دا ځوانان به په امریکا کې درې اونۍ تیروي او دلته به هم د ځوانانو په یو شمېر غونډو کې برخې اخلي، خپلې تجربې به له نورو سره شریکوي او د نورو تجربې به خپلو هېوادونو ته انتقالوي.

د دغې جایزې مادي ارزښت ډېر نه دی، خو معنوي ارزښت یې په دې کې دی چې د ځوانانو نوښتونه ستایل کیږي، هغوی ته د کار او خدمت نوره انرژي هم ورکول کیږي او له شک پرته چې ډېر نور ځوانان هم هڅول کیږي چې د خپلو ځوانو رهبرانو لار تعقیب کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG